د افغانستان د ملي امنیت سلاکار وایي چې ولسمشراشرف غني غواړي له روسیې سره اړیکې پراخ کړي.
د راپورونوله مخې محمد حنیف اتمر د شانګهای د همکارۍ د سازمان د غونډې ترڅنګ تیره ورځ د روسیې د بهرنیوچاروله وزیرسرګي لاوروف سره په مسکو کې وکتل.
حنیف اتمر وویل چې د دواړو هېوادو ترمنځ په ځانګړي توګه په دفاعي برخه کې همکاري مهمه ده.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر ژمنه وکړه چې مسکوبه له ترورزم سره په مبارزه کې او د مخدرموادو د مخنوي په برخه کې له افغانستان کې همکار واوسي.