د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۳

د ملکيانو د خونديتوب ګروپ وايي ۲۵ مسايل د افغانانو ژوند ګواښي


د ملکي وګړو د خوندیتوب په نوم یو ګروپ وايي، پنځه ویشت داسې موارد شته چې د ملکي افغانانو ژوند ګواښي او له دې ډلې یې ۷ ډیرخطرناک دي.

یاد ګروپ چې له شلو بېلابېلو مدني ټولنو جوړ شوی، د چهارشنبې په ورځ یې په کابل کې خپل موجودیت اعلان کړ.

د دې ګروپ غړي د افغانستان په جګړه کې له ښکېلو خواوو غواړي چې د جنګ په جریان کې د جګړې نړېوال منل شوي معیارونه په پام کې ونیسي.

د ملکي وګړو د خوندیتوب ګروپ وايي، جګړه، ککړ چاپیریال، بېوزلي، معلولیت، کډوالۍ، ښوونې او روزنې ته نه لاس رسی هغه موارد دي چې د ملکي افغانانو ژوند یې له جدي ګواښ سره مخ کړی.

دې ګروپ چې د چهارشنبې په ورځ په کابل کې خپل موجودیت اعلان کړ وویل چې اتلس نور موارد هم شته چې د ملکي افغانانو ژوند ته ستونزې پیښوي او باید حکومت یې د هواري لپاره اقدامات وکړي.

د دې ګروپ مسولینو خبریالانو ته وویل چې غړي به یې د ټولنې د زیانمنوخلکو د بشري حقونو د خوندیتوب، چاپېریال ساتنې، عامه پوهاوی، د کاري وړتیاوو لوړولو او د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره کار وکړي.

د دې ګروپ غړې مریم رحماني وايي چې دوی د ملکي افغانانو د ژوند د خوندیتوب لپاره په یوې پالیسي کار کوي:

″یواځې ناامني نه ده بلکې په ټول هېواد کې له پنځه ویشت څخه زیات داسې نور موارد شته، چې د ملکي افغانانو ژوند ګواښي، پنځه یا ۷ یې خطرناکې دي چې موږ ورباندې کارکوو څو مخنیوي ته یې يالیسي جوړه کړو.″

دا ګروپ په داسې حال کې د ملکي افغانانو په خوندیتوب ټینګارکوي چې لا هم عام افغانان په افغانستان کې د جنګ جګړو قرباني دي.

په روانه اونۍ کې یوناما یا په افغانستان کې د ملګروملتونو مرستندوی ماموریت ویلي و چې د روان میلادي کال په لومړیو درې میاشتو کې ۶۵۵ ملکېان وژل شوي او ۱۱۵۵ ټپیان شوي دي.

په افغانستان کې د ملګروملتونو ځانګړي استازي نیکولاس هایسم د دې راپور د خپرېدو پر مهال د جګړې له ښکېلو خواوو غوښتي چې د ملکېانو ژوند ته پام وکړي.

په ورته وخت کې د ملکي وګړو د خوندیتوب ګروپ وايي، په جګړه کې ښېکلې ټولې خواوې دې له هر ډول سمتي، ژبني، قومي او جنسیتي توپیرپرته د ملکي افغانانو ژوند ته جدي پام وکړي.

د دې ګروپ غړي عبدالرحیم خرم ازادۍ راډيو ته وویل، وسله وال مخالفین، افغان حکومت او نړېوال ځواکونه باید دې په جګړه کې د جنګ نړېوالو منل شویو نورمونه مراعت کړي:

″په جګړه کې له ټولو ښکېلو خواو وسله والو مخالفانو، افغان حکومت او نړېوالو ځواکونه نه زموږ غوښتنه دا ده چې په جګړې د جنګ نړېوال منل شوي نورمونو مراعت کړي.″

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د ملکي افغانانو د خوندیتوب لپاره د بشري حقونو یو شمېرنړېوالو او داخلي سازمانو او همدارنګه مدني ټولنو هم خپل غږ اوچت کړی و.

په افغانستان کې د ملګروملتونو د بشري حقونو د برخې مشرې جورجیت ګګنون هم ویلي چې د ملکېانو مستقیمه وژنه د بشري حقونو د نړېوالو موازینو خلاف عمل او یو جنګي جنایت دی.

د چارو افغان کارپوهان په دې باور دي ترهغې چې افغان حکومت د سولې لپاره جدي هڅې ونه کړي او د ملکي وګړو د ژوند د ښه کولو لپاره اقدامات ونه کړي د ملکي وګړو ژوند به همداسې له خطر سره مخ وي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG