د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۴

ادیب: لاهم پر بدخشان د مخالفینو د نورو حملو احتمال شته


د بدخشان چارواکي د هغه ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې د پراخو پوځي عملیاتو د ترسره کیدو غوښتنه کوي.

د بدخشان ولایت سرپرست شاه ولي الله ادیب په جرم ولسوالۍ کې د دوه ورځو مخکې خونړۍ پیښې اصلي عامل د ملي اردو د ځواکونو د قومندانانو نه پاملرنه ګڼي.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي چې د بدخشان د بېلابېلو ولسوالیو د امنیت ساتنې لپاره د یوې لوا جوړیدو ته اړتیا ده.

لوی درستیزشیرمحمد کریمي د بدخشان د وروستۍ پیښې اصلي عامل د ملي اردو د ځواکونو کمزورې اداره ګڼي.

په داسې حال کې چې د بدخشان وروستۍ خونړۍ حملې سخت غبرګونونه راپارولي د بدخشان مسوولین وايي، لاهم د دې ولایت په یوشمېرسیمو کې د وسله والو د نورو حملو احتمال شته.

د بدخشان ولایت سرپرست ډاکټرشاه ولي الله ادیب د سې شنبې په ورځ له ازادۍ راډیوسره په ځانګړي مرکه کې د بدخشان د وروستۍ خونړۍ پیښې اصلي عامل د ملي اردو د مربوطه کنډک او ټولیو د قومندانانو بې غوري وګڼله.

ډاکټرادیب زیاته کړه چې اوس هم د بدخشان ډيرې سیمې د کورنیو او بهرنیو وسله والو له سخت ګواښ سره مخ دي او له حکومته غواړي چې د هوايي ځواک په ملاتړ دې پراخ پوځي عملیات ترسره کړي:

″هغه اقدام چې باید عاجل او ژر وشي باید مرکزي دولت، امنیتي سکتورونه، د کورنیو چارو او ملي دفاع وزارتونه او د ملي امنیت ریاست پاملرنه وکړي چې د خستک د درې د پاکولو لپاره چې یوه ستراتیژیکه، اوږده او صعب العبور دره ده او په وردوج ولسوالۍ کې یوځای پراخ پوځي عملیات پیل کړي.″

له بل لوري د بدخشان ولایت سرپرست وايي چې له مخکې د جرم ولسوالۍ د ملي اردو د کنډک او ټولیو د قومندان له خبریدو سره سره بیا هم د شنبې په شپې وسله والو د ملي اردو پر پوستو حمله وکړه او په لسګونو سرتیري یې ووژل او د اتوتنوسرونه یې غوڅ کړل.

دوه ورځې مخکې د بدخشان د جرم ولسوالۍ د خستک درې د ملي اردو پر پوستو د وسله والو په حمله کې له دیرشو تنو زیات د ملي اردو سرتيري مړه، ټپیان او اسیران شول.

د بدخشان سرپرست خبرداری ورکوي چې لا هم په بدخشان کې په سلګونو ازبک،تاجکستاني او چیچني وسله وال شته او امنیتي ځواکونه هم د مهماتو او تشکیل له کمښت سره مخ دي.

خو د افغانستان د دفاع وزارت لوی درستیز وايي چې دوی په هغه ولایت کې د یوې با صلاحیته لوا د جوړیدو پر پلان کارکوي.

شیرمحمد کریمي د سې شنبې په ورځ د ولسي جرګې د ملي امنیت او دفاعي چارو د کمیسیونونو په ګډه غونډه کې وویل چې له مخالفینو سره د سیمې د خلکو همکاري، کمزورې سوق او اداره د دغې پیښې عوامل دي:

″دریم اساسي ټکی چې زموږ سره دی هغه زموږ د جزوتام ضعیفه سوق او اداره چې خپله قومندان د کنډک هلته نه وو او خود سرانه راغلی وو، اوس د کنډک او د ټولي قومندانان تر تحقیق لاندې دي.

هیات هلته موجود دی ترڅو اساسي عوامل او هغه دلایل چې د ادارې ضعف او کوم مشکلات چې هلته موجود وه هغه ټول پیدا کړي انشاالله نږدې ورځو کې به د دې نتیجه څرګنده شي.″

په بدخشان کې د ملي اردو د ځواکونو لسګونه سرتیري په داسې حال کې د چارواکو د بې غورۍ له امله وژل کیږي چې اوس مهال نه یوازې د یو شمېرشمالي بلکې د ختیځو او جنوبي سرحدي ولایتونو یو شمېرسیمې هم د وسله والو طالبانو له سختو حملو سره مخ دي.

کارپوهان وايي چې په داسې یوه حالت کې اړتیا ده چې حکومت هرڅه ژرد ملي دفاع وزیروټاکي او همدا راز دغو سیموکې خپلې قطعې او جزوتامونه په هغومهماتو سمبال کړي کومې چې سرحدي ځواکونه ورته اړتیا لري.

XS
SM
MD
LG