د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۸

روسیې ایران ته د (S-300) مزاییلو سیسټم د سپارلو بندیز لرې کړ


د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوټین پرون یو فرمان لاسلیک کړ چې د ایران حکومت ته د روسیې ساخت؛ (S-300) مزاییلو سیسټم پر ورکولو بندیز لرې کوي.

د روسیې حکومت په ۲۰۱۰ میلادي کال کې د غربي هېوادونو تر فشار لاندې؛ دا قرارداد لغوه کړی و او بندیز یې ورباندې لګولی و.

خو په تېرو څو کلونو کې داسې اوازې وې چې روسیه پلان لري چې ایران ته د الوتکو ضد؛ د مزاییلو دا سیسټم ورکړي.

خو روسیه د دې معاملې لپاره څومره تیاره ده؟

د کریملین مطبوعاتي ادارې پرون اعلان وکړ چې د ولسمشر پوټین نوی فرمان له روسیې ایران ته د (S-300) مزایلو د سیسټم پر لیږدولو، لګیدلی بندیز لرې کوي.

په دې اړه له ډيرې مودې راهیسې بحثونه او ضد او نقیض خبرې کیدې.

ایران ته د S-300 مزایلو سیسټم ورکولو ګټه:

یوه بله اساسي پوښتنه دا ده چې ایران ته د الوتکو ضد مزایلو د دې پرمختللي سیسټم ورکول به د مسکو لپاره څه ګټې ولري؟

د روسي چارواکو له خبرو داسې څرګندیږي؛ مسکو په جدیت غواړي چې ایران ته دا پرمختللی سیسټم ورکړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګې لاوروف پرون وویل چې ایران ته د دې سیسټم ورکول؛ د ملګرو ملتو د امنیت شورا پر هغه پریکړه لیک چې تهران ته یې د ځانګړو وسلو پر ورکولو بندیز لګولی؛ تیری نه کوي.

"د ملګرو ملتو د امنیت شورا 1929 پریکړه لیک چې په 2010 میلادي کال کې جوړ شوی؛ لکه بل هر پریکړه لیک، ایران د هوايي دفاع د سیسټمونو پر انتقال بندیز نه لګوي. اجازه راکړئ چې پر دې ټینګار وکړم چې روسیې دا پریکړه د ښه نیت له مخې او په اټمي مذاکرو د پرمختګ لپاره کړې ده."

که چیرې ایران د مزایلو دا پرمختللی سیسټم ترلاسه کړي؛ کولاي شي چې خپل اټمي تاسیسات د هوايي حملو له ګواښه خوندي کړي.

د ایران د بهرنیوچارو وزیر سرګې لاوروف وویل چې دا سیسټم هیڅ ډول تخریبي اړخ نه لري:

"اجازه راکړئ چې دا څرګنده کړم چې (S-300) مزاییلو سیسټم ډير ځانګړی دفاعي قابلیت لري چې د هیڅ ډول عملیاتي اهدافو لپاره کار نه شي ورڅخه اخیستل کیدلای او د اسراییل په ګډون، د هیڅ هېواد یا سیمې امنیت ته تهدید نه شي پېښولای."

دا چې پوټین بندیز لرې کړ، دا معنی نه لري چې په عملي ډول به د مزاییلو سیسټم پر ایران پلورل کیږي
پوخوف

انټرفاکس خبري اژانس د روسیې د دفاع وزیر په حواله ویلي چې په دې اړه د یوې سیاسي پریکړې په صورت کې؛ مسکو تیاري لري چې ډېر ژر له ایران سره دا معامله عملي کړي او دا سیسټم ورکړي.

د امریکا په هاروارډ پوهنتون کې د امنیتي چارو څیړونکي سایمن سراژیان پرون ازادي راډیو ته وویل چې د روسیې ولسمشر پریکړه کړې او داسې تمه نه کیږي چې مسکو به یې له عملي کولو مخ واړوي.

خو په مسکو کې د ستراتيژیکو مطالعاتو او تکنالوژۍ د مرکز مشر او د دفاعي چارو څيړونکی رسلان پوخوف وایي؛ د ولسمشر پوټین د دې حرکت هدف د روسیې د سیاسي موقف لوړول دي.

د پوخوف په وینا، دا چې پوټین بندیز لرې کړ، دا معنی نه لري چې په عملي ډول به د مزاییلو سیسټم پر ایران پلورل کیږي. دې څيړونکي فایننشیل ټایمز ته ویلي؛ د روسیې دا کار د اسراییل او امریکا په وړاندې د خپل سیاسي نفوذ څرګندول دي.

د اسراییل حکومت مخکې له روسیې غوښتنه کړې وه چې دا سیسټم دې ایران ته نه ورکوي.

د ۸۰۰ میلیونو ډالرو معامله:

د روسیې حکومت په 2010 میلادي کال کې د یو شمېر غربي هېوادو تر فشار لاندې؛ د ایران سره د مزاییلو د دې سیسټم د تبادلې قرارداد لغوه کړ او بندیز یې ورباندې ولګاوه.

دا معامله ۸۰۰ ملیونه ډالر ارزښت لري.

د ملګرو ملتو د امنیت شورا د پریکړه لیک پر اساس؛ د روسیې د پخواني ولسمشر دیمیتري میدویدوف حکومت پر ایران د زغره والو جنګي ټانکونو؛ جنګي جټ الوتکو او هليکوپټرو، جنګي بیړیو، راکټ ویشتونکو، مزایلو او د مزایلو د سیسټمونو پر خرڅولو بندیز ولګاوه.

د روسي مطبوعاتو په حواله، د ایران حکومت په 2003 میلادي کال کې د دې غوښتنه درلوده چې له روسیې د مزایلو دا دفاعي سیسټم او د روسیې ساخت نورې دفاعي وسلي تر لاسه کړي څو په بوشهر کې خپل اټمي تاسیسات چې د روسیې په مرسته جوړ شوي؛ د هوايي حملو په وړاندې خوندي کړي.

د جمهور رییس پوټین دا پریکړه پر ایران د هغو بندیزونو لرې کېدل له خطر سره مخامخ کوي چې د اټمي پروګرام په اړه په موافقه کې خبرې ورباندې شوې دي.
ارنسټ

په تیرو څو کلونوکې د روسي او ایراني سرچنیو په حواله وویل شول چې د مزایلو د دفاعي سیسټم (S-300) په اړه موافقه شوې. د یو شمېر ایراني چارواکو په حواله حتی دا هم ویل شوي وو چې د مزایلو دا سیسټم ایران ته ورکړ شوی یا هم د ور لیږدیدلو په حال کې دی.

خو روسیې چارواکو دا خبره رد کړې چې ایران ته یې دا سیسټم ورکړی او دا اقدام یې د واشنګټن له خوا هم ستایل شوی دی.

د سیاسي چارو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال په ۲۰۱۰ میلادي کال کې وویل چې د روسیې له خوا د ۸۰۰ ملیونه ډالرو په ارزښت قرارداد لغو کېدل یو ډیر مهم ګام دی.

خو امریکايي چارواکو پرون د ولسمشر پوټین د دې پریکړې سره چې له ایران سره یې د مزایلو د دفاعي سیسټم معامله برحاله کړه؛ مخالفت کړی دی.

د سپینې ماڼۍ ویاند جاش ارنست پرون وویل چې د جمهور رییس پوټین دا پریکړه پر ایران د هغو بندیزونو لرې کېدل له خطر سره مخامخ کوي چې د اټمي پروګرام په اړه په موافقه کې خبرې ورباندې شوې دي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې ماري هارف پرون وویل؛ فکر نه کوي چې د روسیې له خوا ایران ته د مزایلو د دې سیسټم لیږدیدل به د هغو څو نړیوالو قدرتونو چې د [5+1] ګروپ کې شامل دي؛ پراتحاد اغیز وکړی.

XS
SM
MD
LG