د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۹

نواز شريف: ايران دې حوثيان خبرو اترو ته چمتو کړي


د پاکستان صدراعظم نواز شريف يو ځل بيا د يمن د شخړې پر سياسي حل ټينګار کړى او وايي، چې حکومت به يې ددغې شخړې د سياسي حل لپاره ډيپلوماټيکي هلې ځلې لا پياوړې کړي او په دې لړ کې د سعودي عربستان او د منځني ختيځ د نورو هېوادونو له چارواکيو وغږېږي.

نوموړى همداراز وايي چې سعودي عربستان د پاکستان ستراتېژيک ملګرى دى؛ د اړتيا پر مهال به ورسره اوږه پر اوږه ولاړ وي او د ځمکنۍ بشپړتيا دفاع به يې کوي.

نوموړي دا څرګندونې د دوشنبې په ماښام د خپلې کابينې له يو شمېر وزيرانو او همداراز د پاکستاني پوځ له مشر سره د منځني ختيځ؛ په ځانګړي توګه د يمن په وضعيت تر مشورتي غونډې وروسته په يوې ټلويزيوني وينا کې وکړې.

د پاکستان صدراعظم دا څرګندونې په داسې وخت کې کوي؛ د دې هېواد پارلمان د روانې مياشت په ١٠مه نېټه په غوڅ اکثريت يو پريکړه ليک تصويب کړ او له حکومته يې وغوښتل چې د يمن په جګړه کې دې بې طرفه پاتې شي او د شخړې د سياسي حل لپاره دې هلې ځلې وکړي.

دغه پارلمان دا پريکړه تر هغې وروسته وکړه چې سعودي عربستان ترې په يمن کې د حوثي ياغيانو په ضد په روان پوځي کمپاين کې د پوځي مرستې غوښتنه کړې وه.

که څه هم نواز شريف پخپلې وينا کې د يمن په جګړه کې د ګډون په اړه څه ونه ويل، خو نوموړي پر دې خبرې ټينګار وکړ، چې د يمن شخړه دې د خبرو اترو له لارې اواره شي.

نوموړي په يمن کې د حوثيانو له خوا د قانوني حکومت پرزول وغندل او ويې ويل:

" پاکستان په يمن کې د حوثيانو او نورو غېر جمهوري قوتونو له خوا د قانوني حکومت پرزول په کلکه غندي او په دې هېود کې د بشري وضعيت په خرابوالي ژوره اندېښنه لري. موږ په جګړه کې پر ښکېلو خواوو غږ کوو، چې په يمن کې د سولې لپاره دې ژر تر ژره له خبرو اترو کار واخلي.

په دې لړ کې موږ په دې باور يو، چې په يمن کې د ولسمشر هادي حکومت بېرته جوړول به په دې هېواد کې د سولې لپاره تر ټولو مهم ګام وي."

نواز شريف همداراز وويل، د ايران د بهرنيو چارو وزير جواد ظريف ته يې ويلي، چې هېواد دې يې حوثيان خبرو اترو ته چمتو کولو کې خپل رول ولوبوي:

" ما پاکستان ته د ايران د بهرنيو چارو د وزير ښاغلي جواد ظريف د سفر پر مهال هغه ته وويل، چې په يمن کې د حوثيانو له خوا د قانوني حکومت پرزول يو بد مثال وړاندې کړى او ښايي دا ګام ټولې سيمې ته ګواښ پېښ کړي. ما هغه وهڅاوه، چې حوثيان خبرو اترو ته حاضر کړي او په دې لړ کې خپل رول ولوبوي."

د پاکستان صدراعظم ددې هېواد د سياسي او پوځي چارواکيو بېړنۍ غونډه تر هغې وروسته راوبلله، چې د متحده عربي اماراتو د بهرنيو چارو وزير د يمن په جګړه کې د پاکستان د بې طرفه پاتې کېدو په پريکړې سخت غبرګون وښود او ويې ويل چې د اسلام اباد دا ډول ناڅرګند دريځ به پاکستان په لوى قيمت تمام شي.

که څه هم نواز شريف د عرب اماراتو د وزير پر څرګندونو تبصره ونه کړه ، خو ويې ويل چې د يمن په اړه د پاکستاني پارلمان پريکړه ليک ناسم تعبير شوى. پاکستان دوست هېوادونه نه هېروي، بلکې د اړتيا پر مهال به ورسره اوږه په اوږه ودرېږي.

که له يوې خوا اسلام اباد له رياض سره پياوړې سياسي، اقتصادي او پوځي اړيکي لري، نو له بلې خوا له ايران سره اوږد سرحد لري.

د پاکستان د اپوزيسيون ګوندونه په دې باور دي، چې د يمن په جګړه کې د سعودي عربستان په مشرۍ د عرب اېتلاف برخه جوړېدل به په پاکستان کې دننه فرقه ييزې شخړې- چې له پخوا راهيسې روانې دي- لا زياتي کړي.

راپور: ذبيح شفق

XS
SM
MD
LG