د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۷

د امنیتي تړون لاسلیک د سولې شته چانسونه له منځه یوړل


د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو خپل مطالب تر ډیره د سولې د بهیر په اړه را ولاړو شوو بحثونو او د روانو ستونزو په اړه د حکومت اقداماتو ته ځانګړي کړي دي.

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې د سولې په اړه یوه مطلب کې لیکلي چې له امریکا سره د امنیتي تړون لاسلیک کولو د سولې شته چانسونه له منځه یوړل.

په مطلب کې د افغان کارپوهانو د پرونۍ غونډې خبرې را اخیستل شوي او په کې ویل شوي چې طالبانو د ولسمشر اشرف غني د کار په پيل کې د سولې خبرو ته لیوالتیا درلوده؛ خو کله چې له امریکا سره امنیتي سند لاسلیک شو؛ طالبانو د سولې له خبرو مخ واړوه.

په مطلب کې بیا د سولې عالي شورا د غړي قاضي محمد امین وقاد په حواله لیکل شوي چې د سولې په موجوده میکانیزم دې له سره غور وشي.

سرنوشت:

سرنوشت خپلواکې ورځپاڼې بیا د سولې په اړه د پخواني ولسمشر حامد کرزي خبرې را اخیستي چې ویلې یې دي؛ طالبان دې د افغان حکومت د سولې پيل کړې پروسې ته ور ګډ شي.

په مطلب کې راغلي چې حامد کرزي تیره ورځ کندهار ته د خپل سفر پر مهال چې د کورنۍ د لیدلو لپاره یې کړی وو؛ له خلکو وغوښتل چې د ملي وحدت حکومت څخه ملاتړ وکړي.

د ورځپاڼې په باور، حامد کرزي ویلي چې د پاکستان د همکاریو مننه کوي؛ خو زیاته کړې یې ده چې ځینو پاکستاني کړیو افغانستان کې افراطیت دود کړی دی.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې لیکلي چې افغان حکومت د ستونزو د حل پر لویه اجماع کار کوي.

په سرمقاله کې لیکل شوي چې افغان حکومت غواړي؛ سوله او ثبات راولي او افغانستان په داسې یوه هېواد بدل کړي چې د سیمې او ګاونډ د هېوادونو ګټې په کې نغښتې وي.

په مطلب کې راغلي چې ولسمشر به په لنډ وخت کې ایران او هند ته سفرونه وکړي او د دې هېوادونو له چارواکو به هم وغواړي چې د افغانستان د سولې د بهیر ملاتړ او مرسته وکړي.

افغانستان:

افغانستان ورځپاڼې بیا په یوه مطلب کې لیکلي چې د بدخشان د وروستۍ حملې تلفات زیات شوي دي.

په مطلب کې د بدخشان د والي د ویاند په حواله ویل شوي چې د بدخشان په جګړه کې د ملي اردو ۳۳ کسان مړه؛ ټپيان او اسیر شوي دي.

په مطلب کې راغلي چې وسله والو مخالفینو په بدخشان کې د ملي اردو د اتو سرتیرو سرونه هم پرې کړي دي.

XS
SM
MD
LG