د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۰

عابدي: د دفاع وزیر د ټاکلو په اړه اختلافات حل شوي


د افغانستان د ولسمشر دفتر وايي، د دفاع د وزیر څوکۍ ته د یو شخص د کاندیدولو په اړه د ملي یوالي د حکومت د مشرانو ترمنځ د نظر اختلاف حل شوی دی او ډېر زر به د دفاع وزارت څوکۍ ته یو وړ کس کاندید کړای شي.

د نوي افغان حکومت د کار د پیل راهیسې تر اوو میاشتو زیاتې ووتلې؛ خو لا هم د نورو تشو څوکیو تر څنګ د دې هېواد پر یوه مهمه څوکۍ (دفاع وزارت) لا هم څوک نه دی ټاکل شوی او چارې یې د سرپرست له خوا سنبالیږي.

تر دې مخکې داسې راپورونه خپاره شوي وو چې د ملي یو والي د حکومت دوه مشران ولسمشر غني او اجرايي رییس عبدالله د دفاع د وزارت او همدارنګه د لوی درستیز څوکیو ته د اشخاصو په معرفي کولو خپلو کې اختلاف لري.

خو اوس د ولسمشر غني ویاند اجمل عبید عابدي وايي؛ د حکومت د مشرانو ترمنځ په دې اړه اختلافات حل شوې دي:

"کله چې تاسو ګډ کار کوئ، په کې د نظرونو تر منځ توپیر یوه عادي چاره ده. د نظر دا اختلاف اوس حل شوی دی او کومه ستونزه نه ده پاتې.“

ښاغلي عابدي له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل؛ د دفاع وزارت څوکۍ ته به ولسمشر د دوو اصلونو پر بنسټ یو څوک وټاکي. نوموړي دا معیارونه داسې په ګوته کړل:

"د ولسمشر ټولې پریکړې د دوو اصلونو پر بنسټ کیږي. لومړی اصل اجماع ده؛ د ولسمشر هره پریکړه داسې کیږي چې غواړي پرې یوه اجماع او یوه کلي سلا و اوسي. او دویم اصل ملي ګټې او د افغانستان د خلکو ګټې دي. دا مهال موږ د یوې اجماع د رامنځ ته کېدو په حال کې یو؛ کله چې دا دواړه اصلونه باوري شول؛ د دفاع نوی وزیر به ولسي جرګې ته وروپیژندل شي."

د ارګ ویاند دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې تر دې مخکې راپورونو ویل؛ ولسمشر غني او اجرايي رییس عبدالله د وسله والو ځواکونو د نوي لوی درستیز د ټاکلو پر سر اختلاف لري. د ځینو سرچینو په وینا عبدالله عبدالله غوښتل چې عتیق الله بریالی دې د لوی درستیز په دنده وټاکل شي؛ خو ولسمشر ټینګار کاوه چې دا څوکۍ دې جنرال قدم شاه چې د بدخشان ولایت څخه دی ونیسي. اجمل عبید عابدي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل چې د ولسمشر او اجرايي رییس ترمنځ اختلاف هومره ډیر نه دی او زر به د دفاع وزارت د کاندید اعلان ته لاره هواره شي.

XS
SM
MD
LG