د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۴۰

صافی: د سولې لپاره د ټولو اړخونو نظرونه مثبت دي


د حکومت د رسنیو مرکز وایي، له هغو شرایطو چې اوس په افغانستان رامنځ ته شوي باید په هېواد کې د سولې د ټينګښت لپاره ګټه واخیستل شي.

د حکومت د رسنیو مرکز په دې باور دی چې له اوسنیو شرایطو څخه باید په هېواد کې د سولې د ټينګښت لپاره پوره ګټه واخیستل شي.

د دغه مرکز رییس صفت الله صافي د دوشنبې په ورځ په یوه غونډه کې وویل؛ د حکومت وسله والو مخالفینو هم اوس دا درک کړې ده چې جګړه د حل لار نه ده او د سولې لپاره د ټولو اړخونو نظرونه مثبت دي:

"سیاسي مخالفینو به هم تر یو ځایه دا درک کړې وي چې جګړه د حل لاره نه ده بلکې؛ اختلافات باید د مذاکرې او مفاهمې له لارې حل شي. زیاتره شنونکي او سیاسي محافل په دې اند دي چې په افغانستان کې تر بل هر وخت اوس د سولې د رامنځ ته کېدو لپاره یو مساعد چاپریال برابر شوی چې باید له دغو مساعدو شرایطو څخه د سولې د تحقق لپاره کار واخیستل شي."

ښاغلی صافی په داسې حال کې د سولې لپاره د مساعدو شرایطو یادونه کوي چې په دې وروستیو کې د پاکستان حکومت له طالبانو غوښتي؛ څو له افغان حکومت سره د سولې خبرې پيل کړي او خبرداری یې ورکړی چې له خاورې څخه به یې نور د افغانستان د نا امنه کولو لپاره کار وانخیستل شي.

که څه هم راپورونه وایي چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ په دوبۍ کې دوه ځلې مقدماتي خبرې شوي؛ خو دغه بهیر لا رسماً نه دی پيل شوی.

په همدې حال کې د سولې عالي شورا وایي؛ سوله د حکومت مکلفیت دی او د ټینګښت لپاره یې باید هر اړخیزه هڅې وشي.

د دغې شورا غړي قاضي محمد امین وقاد یادې غونډې ته د وینا پر مهال وویل چې حکومت باید د سولې د ټينګښت ابتکار په لاس کې ولري:

"سوله مکلفیت دی او جنګ مجبوریت. افغانستان زموږ د ټولو خاوره ده. کوم کسان چې اوس مخالفه دي او وتلي؛ هغه مهاجرو ته هم سترګې په لاره یو او وسله والو مخالفینو ته هم سترګه په لار یو. د سولې ابتکار باید د دولت په لاس کې وي او ملت یې هم باید حمایت وکړي؛ ټول باید متفقاً د دغې پروژې ملاتړ وکړي."

افغان حکومت سوله له خپلو کاري لومړیتوبونو بولي او په افغانستان کې د دایمي سولې د ټينګښت لپاره د خپلو کوښښونو یادونه کوي.

خو کارپوهان وایي، د ملي مسایلو لکه له وسله والو مخالفینو سره د سولې د خبرو لپاره تر هر څه مخکې یوې ملي اجماع ته اړتیا ده؛ څو د هغه پر بنسټ پریکړې وشي او لازم اقدامات تر سره شي.

XS
SM
MD
LG