د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۷

صالح: داعش د افغانستان لپاره ستر ګواښ نه دی


د افغانستان د ملي امنیت پخوانی رییس امرالله صالح داعش د افغانستان لپاره ډېر جدي ګواښ نه ګڼي.

ښاغلي صالح ازادۍ راډیو سره په یوې ځانګړې مرکه کې ویلي چې داعش ګواښ دی؛ خو ډېرجدي نه او په دغه هېواد کې تر ډېره تبلیغاتي بڼه لري.

امرالله صالح دغه شان په افغانستان کې د امنیتي حالت د خرابېدلو مهم لامل د ملي وحدت د حکومت د رهبرانو ټوله پاملرنه د واک د ویش پر سر ناندرې ګڼي .

د ښاغلي صالح په وینا، افغان امنیتي ځواکونه د خپل هېواد د ساتنې وس لري؛ خو اوسمهال باید له دفاعي حالت څخه تهاجمي حالت ته چمتو شي.

زموږ همکار اجمل تورمان له امرالله طالح سره پر همدغو موضوعاتو مرکه کړې؛ ښاغلي صالح یې لومړۍ د داعش د فعالیتونو په اړه پوښتنه ځواب کړې ده:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:00:25 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG