د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۵

د افغان ځواکونو یو شمېر ورزشکاران به په پوځي لوبو کې ګډون وکړي


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، ټاکل شوې د افغان امنیتي ځواکونو یو شمېر ورزشکاران به په پوځي نړېوالو لوبو کې چې په اردن کې ترسره کیږي ګډون وکړي.

د دې وزارت د روزش مسوولین وايي، ګډون کوونکو ورزشکارانو په دې لوبوکې د ګډون په هدف له تېرو شپږو میاشتو راهیسې امده ګي لري.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د افغان امنیتي ځواکونو لس تنه ورزشکاران به په بېلابېلو لکه سیکوبي، نښه ویشتل او رزمي څانګو کې په هغه نړېوالو پوځي لوبو کې چې په اردن کې ترسره کیږي ګډون وکړي.

د افغان ځواکونو د ورزشکارانو مربي او د پوځي نړېوالو رزمي لوبو اتل خوشحال سروري وايي، دوی په یادو لوبو کې د ګډون په هدف له تېرو شپږو میاشتو راهیسې امده ګي نیولي:

″د اردن په پوځي نړېوالو لوبو کې ګډونکي یو، دغه سیالي به پنځه ورځې دوام وکړي، لوبې سیکوبي، نښه ویشتل او نورو رزمي ځانګو کې دي په یادو لوبو کې به لس افغان ورزشکاران ګډون وکړي.″

ښاغلی سروري له تېرو اوو کلو راهیسې هرکال د اردون په پوځي نړېوالو لوبوکې ګډون کوي او په یادو لوبوکې لومړی مقام هم ترلاسه کړی.

هرکال د نړۍ یو شمېر پوځي ورزشکاران په یادو لوبو کې ګډون کوي چې تېرکال افغان ورزشکارانو له یادو لوبو څخه د سروزرو اوو مډالونه ترلاسه کړي وو.

په ورته وخت کې د کورنیو چارو وزارت د کیک بکس او رزمي ورزش مسوولین وايي، هڅې به وکړي چې د اردن طلايي شاهي تاج مډال ګټونکي شي.

د دې وزارت کیک بکس د ټولنې مسوول مرتضی وايي چې په دې لوبوکې د ښه لوبېدو لپاره جدي او د پام وړ تمرینونه کړي:

″موږ یادو سیالیو ته ځانګړې امادګي لرو، له تېرو شپږ میاشتو راهیسې تمرینونه کوو، سږکال موږ خاص تیاری لرو، څو وتوانیږو د ادرن شاهي تاج مډال ترلاسه کړو.″

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیوکلونو کې افغانستان په پوځي او ملکي ورزش برخو کې ښه پرمختګونه کړي.

پوځي ورزشکاران وايي، د اردن په نړېوالو لوبو کې د ګډون ستونزه نه لري او هیله څرګندوي چې ښې لاس ته راړونې به ولري.

ټاکل شوې مجیب الله فیضي په دې لوبوکې ګډون وکړي هغه په دې اړه وايي:

″سږکال په دې لوبو کې ګډون ته زیات خوښ یو زیات تمرینونه مو کړي پروسږکال مو چې په نوموړو لوبو کې ګډون درلود ښې لاسته راړونې موږ لرلې په ورزشي برخه کې مو د سروزو اوو مډالونه ترلاسه کړل.″

د اردن په پوځي نړېوالو لوبوکې د افغان امنیتي ځواکونو د ورزشکارانو ګډون یادو ځواکونوته ښه لاس ته راوړنه بلل کیږي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG