د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۶

د بدخشان د جرم ولسوالۍ په جګړه کې لسګونه امنیتي سرتیري لادرکه شوي


د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو خپل مطالب د بدخشان په جرم ولسوالۍ کې د وسله والو مخالفینو وروستۍ حملې او د ۳۱ تښتول شوو مسافرو د بې برخه لیکه پاته کیدو موضوع ته ځانګړي کړي دي.

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې په غټو ټکو لیکلي چې د بدخشان د جرم ولسوالۍ په جګړه کې لسګونه امنیتي سرتیري لادرکه شوي دي.

ورځپاڼې په دې مطلب کې په ولسي جرګه کې د بدخشان د استازو په حواله لیکلي چې په دې جګړه کې وسله والو مخالفینو د امنیتي ځواکونه لسګونه میله وسلې او درې رنجرې هم له ځان سره بوولي دي.

په مطلب کې بیا د کورنیو چارو وزارت د ویاند صدیق صدیقي په حواله لیکل شوي چې هیڅ ډله هم د کومې ولسوالۍ د سقوط وس نه لري او هره مخالفه ډله چې سر راپورته کوي؛ د حکومت له خوا ځپل کیږي.

ملي ارمان:

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې لیکلي چې د افغان امنیتي سرتیرو د ژوند خوندیتوب ته باید پام وشي.

په سرمقاله کې راغلي چې په بدخشان ولایت کې د ملي اردو سرتیرو خپله دنده سمه نه ده پر ځای کړې او هماغه وو چې زیاته مرګ ژوبله هم ورته اوښتې ده.

سرمقاله لیکوونکي ویلي، د خواشینۍ خبره دا ده چې ویل کیږي؛ افغان سرتیري په بدخشان کې د مهماتو له کمښت سره مخ دي.

په سرمقاله کې دغه راز راغلي چې د امنیتي ځواکونو قومندانان باید د عملیاتو پر مهال له غوره کار واخلي؛ ځکه چې یوه وړه تیروتنه یې هم د زیاتې مرګ ژوبلې سبب کیږي.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا په یوه مطلب کې لیکلي چې د بدخشان د جرم ولسوالۍ حمله د ۲۷ وسله والو مخالفینو په وژل کېدو سره پای ته ورسیده.

په مطلب کې راغلي چې په وژل شوو مخالفینو کې بهرني جنګیالي او د تاجکستان اتباع هم شامل دي.

انیس:

انیس دولتي ورځپاڼې بیا په افغانستان کې د سړي تښتونو موضوع ته خپله سرمقاله ځانګړې کړې او ویلې یې دي چې په هېواد کې سړي تښتول هیڅ توجیه نه لري.

ورځپاڼې په سرمقاله کې لیکلي چې د بې ګنا کسانو تښتول په اسلام کې هم ناروا دي او په افغاني عرف او عنعناتو کې هم ځای نه لري.

په سرمقاله کې د اعتراض کوونکو په حواله ویل شوي چې حکومت باید د برمته شوو کسانو د کورنیو د زړونو درد درک کړي او په دې برخه کې اقدام وکړي.

XS
SM
MD
LG