د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۱

افغان ځواکونه په خپلوهغه هڅو کې پاته راغلي چې په اړه يې تبليغ کاوه


وال سټريټ ژورنال ورځپاڼې په هلمند ولایت کې د افغان ځواکونو د عملياتو په اړه يوه مقاله خپره کړې ده.

په دې مقاله کې ويل شوي چې افغان ځواکونه په خپلو هغو هڅو کې پاته راغلي چې په اړه يې ډېرتبليغ کړی وو.

ورځپاڼه وايي، د دې عملياتو هدف دا وو چې طالبان له هغو سيمو وباسي او د هېواد په جنوب کې د افغان حکومت واک ټينګ کړي.

مقاله وايي، د فبرورۍ په مياشت کې افغان ځواکونو په هلمند ولايت کې د لويې کچې عمليات پيل کړل او چارواکو ويل چې افغان ځواکونه اراده لري چې له طالبانو سره د هغو په اکثريت سيمه کې جګړه مخ ته يوسي.

د وال سټريټ ژورنال ورځپاڼه زياتوي، د ذولفقارپه نامه دا عمليات د سنګين ولسوالۍ په تصفيه متمرکز وو چې له ډېره وخته د سخت دريځو وسله والو کلک مرکز وو.

په داسې حال کې چې افغان ځواکونه د پرمختګ ادعا کوي، د سنګين اوسېدونکي شکايت کوي چې پوځ ډېر ژر د ولسوالۍ له برخو ووتل او سخت دريځو ته د بيرته ورتګ زمينه برابره شوه.

کابل وايي، سنګين ولسوالۍ په بشپړه توګه د افغان ځواکونو تر کنترول لاندې ده.

مقاله د دفاع وزارت د مرستيال وياند دولت وزيري له خولې وايي چې په سنګين کې د دښمن د ملاتيرمات شوی دی.

خو په سنګين کې د وضعيت په اړه له خلکو سره مرکې يو بل تصويرورکوي.

ګڼ شمېرځايي پوليس او نوراوسېدونکي وايي، ګڼ شمېرطالبان چې د جګړې پرمهال له ولسوالۍ څخه تښتېدلي وو، اوس بيرته ورغلي دي او د ولسوالۍ لويه برخه ترخپل کنترول لاندې لري.

د ولسوالۍ د يوه چارواکي په وينا، خلک بې هيلې دي او پر حکومت هيڅ باور نه لري.

هرهغه کس چې د حکومت سره اړوند دی، له سنګينه تښتېدلی دی.

ګارډین ورځپاڼې په افغانستان کې د ماشومانو د ساتنې لپاره د ملګروملتونو د هغو پنځو افغان کارکونکو پروژنې تمرکز کړی چې مړي یې د تیرې جمعې په ورځ وموندل شول.

د save the children مرستندویه ادارې دغه کارکونکي د مارچ میاشتې په دریمه نیټه د ارزګان له مرکز ترینکوټه وسله والو تښتولي و.

ګارډین لیکي، که څه هم سیمه ییزو چارواکو د دغې پیښې مسول طالبان بللي خو تر اوسه رسما د دغو وژنو مسولیت کومې ډلې په غاړه ندی اخیستی.

د ورځپاڼې په وینا افغانستان په ۲۰۱۳ کال هم په نړۍ کې د مرستندویه ادارو لپاره ترټولو خطرناک هېواد وچې په دې کال ۸۱ مرستندویان وژل شوي و.

د ملګروملتونو د احصایې له مخې تیرکال دغه شمېره ۵۷ وه.

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو سیاسي دفتریوناما هم په خپله ویب پاڼه کېپردغو وژنو د خواشینۍ ترڅنګ ویلي چې مرستندویه کارکونکي په افغانستان کې خلکو ته په سختو شرایطو کې بیړنۍ مرستې رسوي، د هغو ماشومانو لپاره چې په خوارځواکي اخته دي، د خوړو پروګرامونه مخ ته وړي، د جګړواو طبعي افتونو له امله له بې ځایه شویو سره مرستې کوي خو پردوی حملې د دې سبب کیږي چې ونشي کولای په سمه توګه خلکو ته خپلې مرستې ورسوي.

یوناما دغه رازپه خپله ویب پاڼه کې یو واربیا په افغانستان کې د ملکي د تلفاتو د دوام په اړه اندیښنه څرګنده کړې ده.

ملګروملتونو په دې اړه په خپل درې میاشتني راپور کې ویلي چې که څه هم په ټوله کې ملکي تلفات په سلو کې دوه کم شوي خو په ځمکنیو عملیاتو او نښتو کې د ملکي تلفاتو اندازه په سلو کې اته زیاته شوې ده.

یوناما ویلي چې د روان میلادي کال په لومړیو درې میاشتو کې ټول ۶۵۵ ملکیان وژل شوي چې ۱۳۶ تنو یې د افغانستان د حکومتي ځواکونو او د دولت د وسله والو مخالفینو ترمنځ جګړو او نښتو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG