د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۸

په تخار کې د والي د مرستيال پرضد مظاهره وشوه


د تخار ولایت په لسګونو اوسېدونکو، د دې ولایت د والي د مرستیال پرضد لاریون وکړ.

دغه لاریون کوونکي وايي، چې د تخار د والي مرستیال محمد فرید ذکي د دې ولایت د مېشتو قومونو ترمنځ قومي تعصباتو ته لمن وهي. دوی له افغان حکومت څخه غواړي چې ډېر ژر باید فرید ذکي له دندې ګوښه شي.

دغو قهرجنو لاریون کونکو د تخار – کندز لویه لاره د ترافیکو پرمخ تړلې وه او ګواښ يې وکړ که چېرې غوښتنو ته یې پاملرنه ونه شي، دغه لار به دغسې تړلې وساتي.

د تخار– کندز لویه لار د سهار له اتو تړل شوې وه، چې له امله یې په سلګونه موټر همدارنګه د تخار، کندز او بدخشان په زرګونه مسافر په دې مظاهره کې بند پاتې وو.

دغه مساپران له حکومت څخه غواړي چې باید دغه عمومي لاره د ترافیکو پرمخ خلاصه کړي.

د مظاهرې يوه برخه
د مظاهرې يوه برخه

له ډېرو هڅو سره- سره د تخار ولایت د والي مرستیال محمد فرید ذکي خبرو کولو ته حاضر نشو، خو د تخار ولایت د سرپرست والي ویاند سنت لله تیمور د خلکو ادعا ردوي او وايي، چې دوی سیمې ته استازي استولي څو له مظاهره کوونکو سره خبرې وکړي:

”موږ یو پلاوى سیمې ته استولى څو له لاریون کوونکو سره خبرې وکړي، کوښښ کوو لاره د مسافرو پرمخ خلاصه کړو، همدارنګه د ولایت مقام کوښښ کوي چې د خلکو غوښتنو ته هم د حل لاره پیدا کړي“

د تخار ولایت اوسېدونکو وروسته له هغې په لاریون لاس پورې کړ، چې د دې ولایت د دویمې امنیتي حوزه امر ملا عبدالله له دندې ګوښه کړاى شو.

فرید ذکي له نږدې ۷ کالو راپدېخوا د تخار ولایت د والي مرستیال په توګه دنده ترسره کوي.

اجمل آرین، ازادۍ راډیو/تخار

XS
SM
MD
LG