د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۵

ملي ارمان: کشفي ارګانونه څه کوي؟


د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو ترډيره په هېواد کې وروستیو ناامنیو او د ملي وحدت حکومت د مشرانو ترمنځ اختلافاتو ته مطالب او تبصرې ځانګړي کړي دي.

افغانستان ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې په غټو ټکو لیکلي د ولسي جرګې غړو په هېواد کې د ناامنیو په زیاتیدو اندیښنه ښودلې ده.

په مطلب کې د ولسي جرګې د غړو په حواله لیکل شوي چې د پسرلي په رارسیدو سره د وسله والو مخالفینو فعالیتونه زیات شوي او دا چې حکومت یې په مخنیوي کې پاته راغلی یو لامل یې نیمګړې کابینه ده.

د مطلب لیکوال ویلي هرکال په همدې موسم کې طالبان خپلې حملې زیاتوي خو سږکال بهرني ځواکونه نشته او یوازې افغان ځواکونه باید د دې حملو دفاع وکړي.

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې بیا په دې اړه خپلې سرمقاله کې پوښتنه کړې چې کشفي ارګانونه څه کوي؟

په سرمقاله کې راغلي په تیرو درې څلورو ورځو کې د انتحاري او ډله ییزو حملو او چاودنوله امله څه باندې سل ملکیان او پوځیان وژل شوي چې ښځې او ماشومان هم په کې دي.

د سرمقالې لیکوال ویلي، دا په ځای خبره ده چې په دې فصل کې وسله وال مخالفین له خپلو پټن ځایونو راوځي او حملو ته زور ورکوي خو باید ووایو چې په دې برخه کې کشفي ارګانونه بې غوري کوي.

لیکوال ویلي په دې شرایطو کې باید دفاع او کورنیو چارو وزارتونه او د ملي امنیت ریاست تدابیرجدي کړي څو د خونړیو حملو د تکرار مخه ونیول شي.

ویسا خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپل لومړي مخ کې په غټو ټکو لیکلي چې ولسمشر او اجرایي ریس دې ترخپل منځه اختلافات حل کړي.

په مطلب کې د افغان کارپوهانو په حواله لیکل شوي چې اشرف غني او عبدالله د هېواد او ملت په وړاندې مسئول کسان دي او باید د وضعیت د ښه کیدو لپاره د قدرت پر سر اختلافات پریږدي.

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا په دې اړه یوه مطلب کې لیکلي چې د محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ اختلافات حل شوي دي.

ورځپاڼې د ولسمشرد ویاند اجمل عبید عابدي په حواله لیکلي چې دا اختلاف د حل وړ وو.

ورځپاڼې د ښاغلي عابدي دا خبرې هم را اخیستي چې ویلې یې دي، ولسمشر او جان کري ترخپل منځه په دې وروستیو کې خبرې هم کړي، خو دا یې نه دي ویلي چې دا خبرې په کومو مسایلو راڅرخیدې.

XS
SM
MD
LG