د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۷

د جګړې دا فصل د افغانستان لپاره ډېر مهم دی


نړېوالو رسنیو په افغانستان کې د جګړې د نیوي فصل او له افغانستانه د نړېوالو ځواکونو دوتلو په اړه مطالب خپاره کړي دي.

آرمي ټايمز:

آرمي ټايمز ورځپاڼې په افغانستان کې د امریکايي سرتيرو د پاتې کېدو په اړه مقاله لیکلې ده. مقاله د امريکا د پوځ د يوه مشر قومندان له خولې وايي؛ له هغه وروسته چې د امريکا ولسمشر باراک اوباما پرېکړه وکړه چې په افغانستان کې د خپلو ځواکونو د ايستلو پروسه ورو کړي؛ د پوځيانو د وتلو پر ځای د جګړې راتلونکي فصل ته ډېر پام کیږي.

مقاله د تورن جنرال "مايک مورې" له خولې وايي چې د ګڼ شمېر وجوهاتو له کبله د جګړې دا فصل د افغانستان لپاره ډېر مهم دی او طالبان په دې پوهيږي.

مقاله ليکي چې افغان امنيتي ځواکونه په ټول هيواد کې د جګړې مشري کوي. د هلمند په شمال کې په وروستيو عملياتو کې افغانانو نيږدې هوايي ملاتړ او د روغتيايي ژغورنې عمليات په خپله تر سره کړل.

مقاله د جنرال مورې له خولې ليکي چې کېدای شي؛ طالبان به د جګړې په دغه فصل کې د لوړې کچې بريدونه وکړي؛ ځکه چې دا د وړتوب ساتلو موضوع ده. مقالې د مورې د وړاندوینې په اړه لیکلي چې دښمن به تر نړيوالو ځواکونو زیات افغان ځواکونه په نخښه کوي.

ډېلي نيوز اینډ اناليسس:

ډېلي نيوز اینډ اناليسس خپرونې د رويټرز خبري اژانس مقاله رااخيستې چې د افغانستان په لويديځ کې د ښوونځي د کوچنيانو د مسمومېدو په اړه لیکل شوې ده.

مقاله وايي، د پوليسو په وينا د هغو ۱۰۰ کوچنیانو د ناروغي د علت په اړه تحقيقات روان دي چې ايا دوی ته زهر ورکول شوي وو. دا ۱۰۰ کوچنيان په هرات ولايت کې د شنبې په ورځ بستر شوي دي.

دا پېښه له هغه يوه ورځ وروسته وشوه چې د سېف د چلډرن خيريه موسسې پنځه کارکوونکي د طالبانو له خوا برمته او وروسته ووژل شول.

مقاله د هرات د پوليسو د مشر عبدالجبار روزي له خولې وايي؛ دغه هلکان چې له لسو څخه تر څوارلسو کلونو پورې عمرونه لري؛ له هغه وروسته ناروغ شول چې په کوڅه کې يې له پلورونکي څخه لوبيا له دې کبله اخيستې وه چې هغه ورته ويلي وو؛ دا لوبيا به په امتحان کې په برياليتوب کې ورسره مرسته وکړي. لوبيا پلورونکی وروسته د شنبې په ورځ ونيول شو.

مقاله زياتوي چې د حکومت د ړنګولو په هڅو کې مخکې هم طالبانو د افغان پوليسو او اردو عسکرو ته زهر ورکړي دي خو د راپورونو له مخې؛ په ښوونځيو کې د خوړو له امله ناروغي د ناوړه خوراک يا هم د ډليېزې بيرې له کبله رامنځته شوې ده.

همدا مقاله په هرات ولايت کې د کوچنيانو د ژغورنې د ادارې د کارکوونکو د وژل کېدو په اړه لیکي. مقاله د وياند دوست محمد ناياب له خولې وايي د کوچنيانو د ژغورنې ادارې يا سېف د چلډرن د پنځو کارکوونکو مړي د جمعې په ورځ؛ ۳۹ ورځې له هغه وروسته چې په اروزګان ولايت کې د طالبانو له خوا برمته شوي وو، وموندل شول.

مقاله د ناياب له خولې ليکي چې طالبانو د دغه بنديانو په بدل کې د خپلو پنځو کسو د راخوشي کولو غوښتنه کړې وه خو مرکزي حکومت هغوی نه کړل خوشي. نو دوی دغه کسان وويشتل او موږ د دوی مړي د جمعې په ورځ په چارچنو ولسوالۍ کې وموندل.

XS
SM
MD
LG