د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۶

د پاکستان پارلمان ولې د يمن په جګړه کې د بې طرفه پاتې کېدو پريکړه وکړه؟


په داسې حال کې چې د پاکستان پارلمان د دې هېواد پر حکومت غږ کړى چې د يمن په شخړه کې دې بې طرفه پاتې شي؛ نو د پاکستان د سياسي او دفاعي چارو کارپوهان وايي چې د دې هېواد سياسي ګوندونه غواړي، چې پاکستان يو ځل بيا د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې د لاسوهنې پخوانۍ تجربه تکرار نه کړي.

دوى دا څرګندونې تر هغې وروسته کوي چې د پاکستان پارلمان د جمعې په ورځ تر پېنځه ورځني بحث وروسته په غوڅ اکثريت يو پريکړه ليک تصويب کړ او له حکومته يې وغوښتل چې د يمن په شخړه کې دې بې پرې پاتې شي او د موضوع د سياسي حل لپاره دې ډيپلوماټیکې هلې ځلې وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې سعودي له پاکستانه غوښتنه کړې وه چې د حوثیانو پر ضد په روان پوځي کمپاین کې ورسره د بېړیو، الوتکو او ځواکونو مرسته وکړي.

په عين حال کې د پاکستان د سياسي او دفاعي چارو ځينې څارونکي د پاکستان د پارلمان پرېکړه پر ځاى بولي او وايي چې د دې هېواد سياسي ګوندونه غواړي چې پاکستان يو ځل بيا د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې لاسوهنه ونه کړي.

د سياسي او سيمه ييزو چارو څارونکي شميم شاهد له ازادي راډيو سره په خبرو کې وويل چې پاکستان لا تر دې دمه په افغانستان کې د اړخ اخيستو منفي اغېزې ويني؛ نو ځکه په يمن کې له احتياطه کار اخلي:

"پاکستان په ماضي کې چې څه تېر شوي دي؛ د هغې تجربې په بنياد باندې د پاکستان زياتو سياسي او مذهبي مشرانو د دې مخالفت وکړ چې پاکستان دې د عربو په جګړه کې بيا يو فريق شي؛ ځکه چې په ماضي کې پاکستان په افغانستان کې ځان فريق کړى و چې د هغې د وجې نه پاکستان ته ډېرې زياتې مسالې شوې؛ لکه د ترهګرۍ مساله، د غربت مساله او داسې نورې مسالې شوې.

نو سياسي ګوندونو د پاکستان حاکمانو، په ځانګړې توګه صدراعظم نواز شريف ته مشوره وکړه چې په دې وخت کې Neutral[بې طرفه] کردار ادا کړي؛ ځکه چې په يمن کې چې کومه جګړه ده؛ نو يو طرفته سعودي عرب دى او بل طرفته ايران دى؛ دواړه اسلامي هېوادونه دي. ايران سره زموږ سرحد هم شته، نو زما په خيال چې دا کومه فيصله وشوه، دا د پاکستان په ګټه کې ده."

د پاکستان پارلمان د عرب اېتلاف سره د مرستې په اړه د دوشنبې پر ورځ بحث پیل کړ او ډېرو وکیلانو یمن ته د پوځیانو د لېږلو پر ضد څرګندونې وکړې.

د پاکستانپارلمان له خوا په تصويب شوي پرېکړه ليک کې ويل شوي، چې پاکستان باید د یوه منځګړي رول ولوبوي او د حکومت د دې ژمنې ملاتړ یې وکړ، چې د ضرورت په وخت کې به سعودي د ځمکنۍ بشپړتيا دفاع وکړي.

دا پريکړه په داسې وخت کې شوې، چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف په روانه اونۍ کې پاکستان ته سفر وکړ او ددې هېواد له چارواکيو سره تر ليدنې وروسته وويل، چې پاکستان او ايران بايد د يمن د شخړې د اواري لپاره ګډ کار وکړي او دواړه هېوادونه به د منځګړي رول ولوبوي.

خو له بلې خوا بيا د پوځي چارو کارپوه او پاکستان پخوانى پوځي منصبدار بريګيډير سيد نذير مومند وايي، چې آيا يمن به پاکستان پخپلو کورنيو چارو کې د منځکړي په توګه ومني؟ نوموړي له ازادي راډيو سره په خبرو کې وويل:

" د پاکستان د ثالثي رول چې ورته وايي، نو ايا پاکستان څوک ثالث تسليموي که نه تسليموي؟ آيا ايران چې ورته ويلي، چې ته د ثالثۍ رول ادا کړه، نو آيا ايران په دې کې ځان فريق ګڼي؟ ايران خو وايي چې موږ فريق نه يو او بل د ثالثۍ رول خو پاکستان د يو دوو ملکونو منځ کې ادا کولاى شي. هغه خو په اندروني جګړې کې د ثالثۍ رول نه شي ادا کولاى، ګنې بيا خو پکار ده، چې پاکستان په داعش کې هم د ثالثۍ رول ادا کړي، چې په هغې کې ايران جنګېږي او بل طرفته امريکا هم ده او نور هم پکې دي."

ددې پوښتنې په ځواب کې چې آيا د نواز شريف حکومت کولاى شي، چې په راتلونکي کې د پارلمان د پريکړې پرخلاف پر خپل سر سعودي عربستان ته پوځيان واستوي، بريګيډير نذير وويل:

" ترڅو پورې چې له سعودي عرب سره زموږ پروټوکول چې دى، په هغې بنياد خو يې لېږلى شي. دويمه خبره دا ده، چې ټولو ويلي دي، چې موږ ته د سعودي تحفظ ضروري دى او هغه موږ ته اهميت لري، چې دغه نقطعه راواخلي، نو په دغه نقطعه کې بيا لېږلى شي."

د يادونې وړ ده، چې سعودي عربستان تر هغې وروسته په يمن کې د حوثي ياغيانو پر ضد د ځينو خليجي هېوادونو اېتلاف جوړ کړ او په يمن کې يې پر هغوى هوايي بریدونه پیل کړل، چې حوثي یاغیانو د یمن پلازمېنه تر ولکې لاندې راوسته او ولسمشر منصور هادي یې اړ وېست، چې لومړی عدن او بیا ریاض ته وتښتي.

راپور: ذبيح شفق

XS
SM
MD
LG