د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۴

په کابل کې انتحاري حملې درې ملکیان ټپیان کړل


د کابل امنیه قوماندانۍ وایي، د جمعې دورځې په انتحاري حمله یوازې درې ملکي کسان ټپیان شوی او نور چاته زیان نه دی رسیدلی.

دا حمله د له غرمې وروسته د څلورو بجو په شاوخوا کې د نهمې ناحیې د ډیسپیچری په سیمه کې چې اکثره په کې د بهرنیانو دفترونه دي؛ وشوه.

کابل امنیه قوماندان جنرال عبدالرحمن د پیښې په سیمه کې خبریالانو ته وویل؛ انتحارکوونکي په دې حمله کې یو کرولاموټر چې له چاودیدونکو موادو ډک و؛ کارولی دی.

ده داهم وویل، له حملې څخه د مخه له سیمې څخه د بهرنیانو دوه موټر د تیرېدو په حال کې وو چې نه دي وررسیدلي:

"په دغه حمله کې انتحار کوونکي یو کرولا موټر کارولی او یوازې درې تنه ملکیان چې په سیمه کې وو؛ ټپیان شوي دي. د حملې پرمهال د بهرنیانو دوه موټر د تېرېدو په حال کې وو؛ خو هغوی ته زیان نه دی رسیدلی. د انتحار کوونکي موټر په بشپړه توګه له مینځه تللی او د سیمې دکانونو ته یې مالي زیانونه اړولي دي."

سیمه د خبریالانو ترراتګه پورې محاصره وه او امنیتي ځواکونو ویل چې پر پیښه یېڅیړنې پیل کړی دي.

په سیمه کې عینې شاهدانو ازادي راډیو ته وویل؛ د چاودنې غږ ډېر زورور و اود سیمې دکاندارانو ته يې ته مالي زیانونه رسولي دي.

دوی ویل، یوازې یو دکاندار چې ډیر ټپي و؛ هغه یې روغتون ته لیږدولی دی.

د قدرت اله په نامه یوتن ازادي راډیو ته وویل:

"زه په خپل دکان کې ناست وم چې د یوې زوروې چاودنې غږ شو؛ خو خلک زخمیان شول او څوک مو ونه لیدل چې وژل شوي وي."

دا په داسی حال کې ده چې په همدې ورځ د جلال اباد په ښار کې هم په یوې انتحاري حمله کې څلور ملکي کسان وژل شوي او دولس ټپیان دي.

همدارنګه د پنجشنبې په ورځ په بلخ ولایت کې هم په یوې انتحاري حمله کې شل تنه وژل شوي او شاوخواشپیته ټپیان شوي وو.

د کابل ښار د حملې مسوولیت وسله والو طالبانو په غاړه اخیستی دی.
راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG