د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۱

د پاکستان پارلمان: حکومت دې د يمن په شخړه کې بې طرفه پاتې شي


د پاکستان د پارلمان او مشرانو جرګې غړيو د دې هېواد پر حکومت غږ کړى چې د يمن په شخړه کې دې بې طرفه پاتې شي او د دې مسالې د حل لپاره دې سياسي هلې ځلې وکړي.

د پاکستان حکومت چې په يمن کې د حوثي ياغيانو په ضد د سعودي عربستان په مشرۍ د يو شمېر منځني ختيځ هېوادونو تر ګډ پوځي عملياتو پيلېدو وروسته د روانې مياشت په ٦مه نېټه د دې هېواد د ملي پارلمان او د مشرانو غرګې د غړيو يوه ګډه غونډه راوبلله؛ د جمعې په ورځ په غوڅ اکثريت د يمن په شخړه کې د بې طرفه پاتې کېدو قرارداد تصويب کړ.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان يو شمېر اپوزيسيون ګوندونو لا وار له مخه له نواز شريف غوښتي وو چې د يمن په جګړه کې دې اړخ نه اخلي؛ بلکې د شخړې د حل لپاره دې ډيپلوماټیکې هلې ځلې وکړي.

د پاکستان پارلمان او د مشرانو جرګې دا پريکړه تر هغې وروسته کړې چې د دې هېواد د دفاع وزير څو ورځې وړاندې ويلي وو چې سعودي عربستان ترې د يمن د ياغيانو په ضد په روانو عملياتو کې د جنګي الوتکو؛ بېړيو او پوځيانو مرسته غوښتې ده.

خو د پاکستان د پارلمان له خوا په تصويب شوي؛ قرارداد د يمن په روان سياسي بحران اندېښنه ښودلې او له ښکېلو غاړو يې غوښتي چې د شخړې د سوله ييز حل لپاره دې د خبرو اترو لار غوره کړي.

قرارداد کاږي چې نړېواله ټولنه، په ځانګړې توګه د اسلامي نړۍ هېوادونه دې د يمن د شخړې د اواري لپاره خپل رول ولوبوي.

د پاکستان د ماليې وزير اسحاق ډار، چې پارلمان ته يې د يمن د وضعيت په اړه په غوڅ اکثريت تصويب شوى قرارداد اورو، وويل:

"د پاکستان پارلمان تر ګډې غونډې وروسته، د يمن په شخړې او په نړېوال او سيمه ييز امنيت يې د بدو اغېزو ژوره اندېښنه وښوده. که څه هم په يمن کې روانه مساله فرقه ييزه شخړه نه ده؛ خو که چيرې دا مذهبي تاوتريخوالي ته واوړي، نود پاکستان په ګډون به د سيمې نور هېوادونه له ګواښ سره مخ کړي.

د پاکستان پارلمان همداراز د يمن د امنيتي او بشري وضعيت په خرابېدو ژوره خپګا ن لري او پر ښکېلو خواوو غږ کوي چې خپلې ستونزې د خبرو اترو له لارې حل کړي او همداراز د پارلمان د هغو ټولو نړېوالو او سيمه ييزو هڅو ملاتړ کوي چې د يمن د شخړې د سوله ييز اواري لپاره هڅې کوي."

د پاکستان د پارلمان او مشرانو جرګې غړيو په دغه تصويب قرداد کې همداراز يو ځل بيا ټينګار شوى چې که چيرې د سعودي ځمکنۍ بشپړتيا ته ګواښ پېښ شي؛ نو پاکستان به يې اوږه پر اوږه ودرېږي او هراړخيزه مرسته به يې وکړي.

د پاکستان پارلمان تر هغې وروسته د يمن په شخړه کې د بې طرفه پاتې کېدو پريکړه کړې چې د ايران د بهرنيو چارو وزير جواد ظريف د چهارشنبې په ورځ اسلام اباد ته سفر وکړ او د دې هېواد له صدراعظم او د پوځ له مشر سره يې د يمن په وضعيت خبرې وکړې.

په دغه سفر کې ايران او پاکستان په دې موافقه کړې وه چې د يمن د سياسي حل لپاره به هلې ځلې کوي.

د يادونې وړ ده چې د سعودي عربستان په مشرۍ عرب اېتلاف له تېرې يوې مياشتې راهيسې په يمن کې د دې هېواد د حکومت په ملاتړ د حوثي ياغيانو پرخلاف هوايي بريدونه پيل کړي چې تر دې دمه دوام لري.

راپور: ذبيح شفق

XS
SM
MD
LG