د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۶

عبدالله: د ۳۱برمته شويو مسافرو خونديتوب ته بايد پام وشي


د افغان حکومت اجرایي ریيس عبدالله عبدالله وايي چې که د یو دیرشو افغانانو د خوشې کېدو لپاره هراقدام کیږي؛ د تښتول شویو مسافرو او د ټولو خلکو امنیت باید په پام کې ونیول شي.

د افغان حکومت اجرایي ريیس عبداله عبداله وايي؛ د یودېرشو افغانانو د خوشې کولو لپاره باید داسې لاره غوره شي چې د تښتول شویو او نورو خلکو امنیت ته زیان ونه رسیږي.

عبدالله عبدالله د جمعې په ورځ د کابل ښار په پار ک زرنګار کې د تښتول شویو د کورنیود غړو د تحصن خیمې ته ورغی او غمرازي یې ورسره وکړه.

عبدالله عبدالله وویل، حکومت د پیښې له لومړۍ ورځې راهیسې هڅې جاري ساتلي دي:

"هراقدام چې کیږي، باید د دې هیوادوالو امینت هم په پام کې ونیول شي او داسې یو دود جوړ نه شي چې د نورو خلکو امنیت له ګواښ سره مخ شي. په هراقدام باید دواړه خواوې په نظرکي ولرو."

اجرایي ريیس وویل، حکومت او په تېره د امینت شورا په دې اړه لازم اقدامات کړي دي.

ده د تښتوونکو او د هغوی د غوښتنو په هکله جزییات ور نه کړل؛ خو تحصن کوونکو کورنیو ته یې پیشنهاد وکړ چې په نږدې ورځو کې دې؛ د امینت شورا ته راشي، څو پر پیښې هراړ خیزې خبرې وشي.

له نن څخه نهه څلویښت ورځې مخکې یو د یرش افغانان چې کابل ته په تګ کې وو؛ په زابل ولایت کې د نا معلومو وسله والو له خوا تښتول شوي دي.

د یودېرشو تښتول شویو د کورنیو او د مدني ټولنې یوشمېر غړو له پنځو ورځو راهیسې په پارک زرنګار کې تحصن پیل کړی دی.

د تښتول شویو کورنیو غړو دا هم وویل چې د زابل اوغزني د ولایتونو مخورو او سپین ورته ویلي چې تښتونکي د یودېرشو مساپرو د خوشې کولو په بدل کې د خپلو هغو دولسو تنو خوشې کول غواړي چې اوسمهال له حکومت سره بندیان دي.

د تښتول شویو د کورنیو غړو دا هیله هم وکړه چې حکومت دې حتی د تښتوونکو د دولسو بندیانو د خوشې کولو په صورت کې هم د دوی اسیران راخوشې کړي.

معصومه چې دوه زامن يې تښتول شوي ویې ویل:

"له اشرف غني او ډاکترعبدالله نه هیله کوو چې دا یودېرش کسان راخوشې کړي.

۴۹ ورځې کیږي چې نه خوب لرو؛ نه خندا، او شپې ورځې په غم کې تیروو. له حکومته هیله کوو چې که د تبادلې موضوع وي؛ دا تبادله دې هم وکړي."

ځینې کارپوهان تاکید کوي چې حکومت دې په دې هکله له ټولو امکاناتو کار واخلي او دغه مسافردې خوشې کړي.

خو داسې نه چې برمټه نیونه په یو دود بدله شي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG