د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۶

افغان او امریکايي چارواکو د بشري حقونو د وضعیت په اړه خبرې وکړې


د امریکا د بهرنیوچارو وزارت مرستیال پرون له ولسمشر اشرف غني سره په کتنه کې په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه خبرې وکړې.

د امریکا د بهرنیوچارو وزارت مرستیال وايي؛ له افغان مشرانو سره په کتنه کې یې په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت او په دې برخه کې د لازیاتو هڅو لپاره د حکومت پر ژمنو خبرې کړي.

د ډیموکراسۍ او بشري حقونو په برخو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ټام مالینووسکي له آزادۍ راډیو سره په ځانګړې مرکه کې وویل؛ ولسمشر او اجراییه رییس تېره میاشت واشنګټن ته د سفر پرمهال په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت د لاښه کولو په برخه کې د هڅو ژمنه کړې وه او په پرونۍ کتنه کې ده د دې ژمنو د عملي کولو پر لاروچارو خبرې ورسره وکړې:

"ما غوښتل له دوی سره په دې اړه تفصیلي خبرې وکړم چې څنګه دا ژمنې په عمل کې پلې شي. دا سخت او پېچلي مسایل دي؛ خو فکر کوم افغان مشران په دې برخه کې عملي او نېکه اراده لري او متحد ایالات هم غواړي په هره ممکنه لاره مرسته ورسره وکړي."

له آزادۍ راډیو سره په خبرو کې د امریکا د بهرنیوچارو وزارت مرستیال وویل چې د بشري حقونو د حالت د ښېګڼې په برخه کې د پیل ګامونه اخیستل شوي خو متحد ایالات نور اقدامات هم غواړي:

"موږ لومړني اقدامات ولیدل؛ خو دا مقدماتي ګامونه دي او ژور اصلاحات وخت، ارادې او د مشرانو عمل ته اړتیا لري چې موږ یې هڅونه کوو. د افغان حکومت او افغان امنیتي ځواکونو د یوه پیاوړي مرستندوی په توګه طبعا موږ حساب کتاب هم غواړو."

د امریکا د بهرنیوچارو وزارت مرستیال دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې په وروستیو څو اونیو کې په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو بحث بیا تود شوی.

ولسمشرغني واشنګټن ته د سفر پرمهال ټینګار وکړ چې حکومت یې د بشري حقونو د وضعیت د ښېګڼې لپاره هڅو ته ژمن دی.

له بلې خوا د بشري حقونو خپلواک کمیسیون په دې وروستیو کې وویل چې د افغانستان د منازعې د انځور په نوم د دې کمیسیون راپور چې په افغانستان کې د بشري حقونو سرغړونې یې مستندې کړي؛ خپرېدو ته چمتو دی.

همداراز د عفوې نړیوال سازمان په یو راپور کې چې د روانۍ اونۍ د سه شنبې په ورځ خپور شو؛ په افغانستان کې د بشري حقونو د ښځینه فعالانو د امنیت په اړه اندېښنه وښوده او ویې ویل چې د بشري حقونو مدافع مېرمنې له ګواښونو؛ جنسي تشدد او د ترور له پيښو سره مخامخ دي.

ښاغلي مالینووسکي زیاته کړه چې د امریکا د بهرنیوچارو وزارت به هم په یو نوي راپور کې په افغانستان کې د بشري حقونو د حالت په اړه خپله څېړنه خپره کړي.

XS
SM
MD
LG