په داسې حال کې چې متحدوایالاتو ایران ته د یمن په کورنیو چارو کې د لاسوهنې په اړه خبرداری ورکړی؛ د ملګروملتونو سرمنشي په یمن کې د خبرواترو د بیا پیل غوښتنه کړې.
د ملګروملتونو سرمنشي په یمن کې د خبرواترو پر بیاپیل ټینګار کړی؛ ویلي یې دي چې نړۍ د لیبیا او سوریې په څېر نویو ګډوډیو ته اړتیا نه لري.
بانکي مون چې پرون د ملګروملتونو په مقر کې قطر ته د خپل سفر په اړه خبریالانو ته څرګندونې کولې؛ وویل، د سیاسي خبرو اترو پیل ته اړتیا لیدل کېږي.
په یمن کې سیاسي حالات د سعودي عربستان په مشرۍ د اېتلاف د هوايي حملو له پیل وروسته د یوه ژور بحران خوا ته روان دي. دا هوايي حملې د حوثي شیعیه یاغیانو د خپلو لپاره پیل شوي. پر ایران شک دی چې د دې یاغیانو ملاتړ کوي. یاغیانو د یمن ولسمشر عبدالربو منصور هادي د هېواد پرېښودو ته اړ کړ.
بانکي مون خبرداری ورکړی چې هوايي حملې او د حوثي یاغیانو بریدونه ښايي د سیمې پر حالاتو په دوامدار ډول منفي اغېز وکړي.
د ایران مذهبي مشر آیت الله علي خامنه يي پرون د سعودي عربستان په مشرۍ پر یمن هوايي حملې وغندلې او دا کار یې یو جنایت وباله؛ خو واشنګټن وویل، په داسې حال کې چې تهران د حوثي یاغیانو ملاتړ کوي؛ امریکا غلې نه شي پاتې کېدای.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري له حوثي یاغیانو څخه د تهران د ملاتړ په اړه په لومړي ځل انتقادي څرګندونو کې وویل؛ واشنګټن د یمن په کورنیو چارو ک له بهره مداخله نه شي زغملای.
واشنګټن په یمن کې د حوثي یاغیانو پرضد د سعودي عربستان په مشرۍ له هوايي حملو څخه په لومړي سر کې ملاتړ اعلان کړی و.
په همدې حال کې د ایران ولسمشر حسن روحاني سعودي عربستان ته په یمن کې د هوايي حملو د دوام په اړه خبرداری ورکړ. روحاني چې پرون د ټکنالوژۍ د ورځې په مناسبت په تهران کې جوړې غونډې ته وینا کوله زیاته کړه:
"تاسو چې په خپلو څلورو الوتکو نازېږئ نه پوهېږئ چې د دې کار نتیجه به څه وي؟ دا لاره غلطه ده، له دې غلطې لارې راوګرځئ."
د فرانسپرس خبري آژانس د راپور له مخې د یمن په روانه جګړه کې چې د سني سعودي عربستان او شیعه ایران ترمینځ نیابتي جګړه بلل کېږي؛ تراوسه له ۶۴۰ زیات کسان وژل شوي دي.