د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۵

قانوني: له موجودو فرصتونو دې د سولې لپاره ګټه واخیستل شي


د پخواني ولسمشرلومړی مرستیال وايي، حکومت باید د سولې په برخه کې له لازمو فرصتونو استفاده وکړي او په هېواد کې د مصالحې زمینه برابره کړي .

محمد یونس قانوني د پنجشنبې په ورځ په هغه غونډه کې چې د اسلام افراط او تفریط تر نامه لاندې په کابل کې جوړه شوې وه وویل چې د مصالحې نښې ترهربل وخت زیاتې په افغانستان کې لیدل کیږي .

په دغې غونډه کې د سولې د عالي شورا یوه غړي د جګړې له دواړو خواوو وغوښتل چې د سولې د مذاکراتو لپاره صادقانه تیاري وښيي .

د پخواني ولسمشر مرستیال وايي، د طالبانو په منځ کې یو شمېرکسان مستقلانه فکرکوي او د بهرنیو کړیو له نفوذه زوریږي چې دا په هېواد کې د سولې په برخه کې یو مثبت ټکی دی.

محمد یونس قانوني د پنجشنبې په ورځ د اسلام د عدالت او اخوت دین دی نه د افراط او تفريط ترنامه لاندې غوڼده کې وویل، دې ته اړتیا ده چې د مذاکراتو په برخه کې له موجوده فرصتونو څخه ښه استفاده وشي:

″له نیکه مرغه چې نن په افغانستان کې د سولې د برابریدو ښې نښې نښانې میسره شوي زه هیله مند یمه چې هم افغان دولت او هم د افغانستان سترملت له جوړو شویو فرصتونو ښه استفاده وکړي او په افغانستان کې د جدي مذاکراتو او مصالحې زمینه برابره کړي ″.

ښاغلي قانوني وویل، افغانان د سولې تږي دي، موږباید سولې ته ورسیږو او جنګ پای ومومي .

یونس قانوني وړاندې وویل چې تاوتریخوالی له دین سره اړیکه نه لري او هغه یې د بهرنیانو له لوري د اسلام د بدنامولو لپاره یوه سیاسي توطئه وبلله .

په دغه غونډه کې یو شمېردیني عالمانو، جهادي او سیاسي مشرانو برخه اخیستې وه.

بل خوا د دغې غوندې یوګډونوال د سولې د عالي شورا غړي شهزاده شاهد وویل چې د سولې په خبروکې ځنډ شوی او مسوولیت سم ادا شوی نه دی .

هغه د سولې د خبرو له اړخونو وغوښتل چې د دغو خبرو لپاره دې خپلې ریښتینې تیاري وښيي :

″د سولې لپاره موږ همیشه غږ کړی دی لاپه جدیت سره زه د جنګ د طرفونو نه غواړم چې د سولې لپاره صادقانه امادګې وښيي دا بین الافغاني مذاکراتو لپاره د افغاني تفاهم لپاره دي مخالفین او افغان حکومت دوی سره خبروته کیني او د افغانانو تشویش دې رفع کړي.″

دغه څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې په دې وروستیو کې افغان حکومت له مخالفینو سره د سولې د خبرو هڅې پیل کړي دي .

یو شمېر راپورونه وايي چې په وروستیو کې په دوبۍ کې په دې اړه لومړنی خبرې شوي دي .

خو حکومتي چارواکو تردې دمه له مخالفانو سره د خبرو د ځای او نیټې په اړه څه نه دي ویلي .

په غونډه کې د اسلامي حزب پخواني مرستیال چې په خپله د دغې غونډې جوړونکی و وویل چې باید د سولې د خبرو دواړه خواوې انعطاف وښيي:

″یوه لاره لرو د مصالحې لپاره د انعطاف او تنازل لار، دواړه خواوې دې انعطاف وښيي او مونږ باید د سولې خبرې ولرو، هر چیرې چې وي، ترڅو یوې نتیجې ته ورسیږو له تفاهم څخه دمخه باید پيش شرطونه ونه لرو، پيش شرطونه چې د سولې تفاهمات له ستونزو سره مخ کړي .

د تفاهماتو مطلق پیل زه فکر کوم ستره لاسته راوړنه ده ″.

په دغه غونډه کې چې د لویې جرګې په خیمه کې جوړه شوې وه، یو شمېرکسانو د الله اکبر په ویلو سره د حزب اسلامي د مشرګلبدین حکمتیار په پلوي شعارونه ورکړل .

خو قطب الدین هلال ویل چې دغه غونډه یوه اسلامي غونډه وه او له کومې ډلې یا تنظیم په پلوی نه ده جوړه شوې .

په دې وروستیو کې د سولې د خبرو د پیل لپاره خوشبینی زیاتې شوي دي .

خو دا لا ښکاره نه ده چې دغه خبرې به څه وخت او په کوم ځای کې پیلېږي او ایا مثبت نتایج به ولري او کنه؟

XS
SM
MD
LG