د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۸

په خوست ښار کې چاودنې ۱۲ملکیان ټپیان شوي


نن سهار خواوشا لس بجې د خوست ښار د دواخانو په لاین کې د چاودنې له کبله دوولس ملکي وګړي چې ماشومان هم په کې دي ټپیان شول.

د خوست امنیه قوماندان مل پاسوال فیض الله غیرت مشال راډيو ته وویل چې چاودیدونکي توکي پر یو بایسکل ځای پر ځای شوي وو، هرکله چې د پولیسو رینجرګاډی د پيښې له سیمې تیریده، چاودنه وشوه او دوولس ملکي وګړي يې ټپیان کړل.

فیض الله غیرت زیاته کړه چې ټپیان په بیړه د پولیسوله خوا روغتون ته ولیږدول شول او د دوی د مالوماتو له مخې د ټولو ټپیانو روغتیايي حالت ښه دی، په ټپیانو کې دوه تنه ماشومان هم شامل دي.

خوست امنیه قوماندان دا هم وویل چې په دې چاودنه کې سرتیرو ته هیڅ ډول زیان نه دی اوښتی:

″د خاورې او خلکو دښمنانو انفجاریه مواد او یا ماین چې د خوست ښار په دواخانو لین کې په یوه پیاده رو کې ځای پر ځای کړی وو چې هغې ته يې انفجار ورکړ چې په نتیجه کې يې زموږ دولس تنه خوستیان چې په هغه کې دوه ماشومان هم دي، ټپیان شوي دي.″

سمدلاسه کوم چا د دې چاودنې مسوولیت پرغاړه نه دی اخیستی.

یاده دې وي چې یوه اونۍ وړاندې په خوست کې پرلاریون کوونکو ځانمرګی برید شوی وو چې په کې ۲۲ تنه ملکي وګړي وژل شوي او تر شپیتو ډېر ټپیان شوي ول.

راپور: نجیب الله الوخېل

XS
SM
MD
LG