د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۹

بلخ: د استیناف په ریاست ډله ییزه حمله کې ۵تنه وژل شوي


د بلخ چارواکي وایې، د دغه ولایت د استیناف پرڅارنوالۍ د وسله والو په ډله ییزه حمله کې تردې دمه ۵تنه وژل شوي او ۵۵ تنه ټپیان دي.

د بلخ ولایت له مقام څخه په یوې خپرې شوي اعلامیې کې راغلي چې وژل شوي ټول امنیتي ساتونکي دي چې په کې د مزارشریف د شپږمې حوزې امرهم شامل دی.

د اعلامیې له مخې، د پيښې په ټپيانو کې ښځې او ماشومان هم شته.

عیني شاهدان وایې چې حمله کوونکو لس څارنوالان هم یرغمل نیولي دي.

طالبانو د دې حملې مسولیت منلی دی.

پخوانی

وسله والو نن غرمه د بلخ د استیناف په څارنوالۍ ډله ییزه حمله کړې، دوه پولیس یې وژلي او د دغې څارنوالۍ د رییس په ګډون یې شل نورټپیان کړي.

له بلخ څخه د ازادۍ راډيوخبریال د عیني شاهدانو په حواله وایې چې حمله کوونکي درې کسان دي او جګړه اوس هم دوام لري.

دوي زیاتوي چې حمله کوونکو لس څارنوالان هم یرغمل نیولي دي.

په همدې حال کې د بلخ د ملکي روغتون مسولینو ازادۍ راډیوته ویلي چې په ټپيانوکې ماشومان او ښځې هم شته، د دې حملې مسولیت تراوسه کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

پخواني:

وسله والو د بلخ د استیناف په ریاست ډله ییزه حمله کړې او دوه پولیس یې وژلي دي.

له بلخ څخه د ازادۍ راډيو خبریال د عیني شاهدانو په حواله وایې چې حمله کوونکي درې کسان دي او جګړه اوس هم دوام لري.

دوي زیاتوي چې حمله کوونکو لس څارنوالان هم یرغمل نیولي دي.

په همدې حال کې د بلخ د ملکي روغتون مسولینو ازادۍ راډیو ته ویلي چې د پيښې له سیمې ورته اووه تنه ټپیان ور وړل شوي چې یو ماشوم هم په کې شامل دی.

د دې حملې مسولیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

XS
SM
MD
LG