د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۶ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۳۰

فیروز: د بې کېفیته درمل تولیدونکو شرکتونو نه به د فعالیت جواز واخیستل شي


د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، تر راتلونکو دوو اوونیو پورې به له څه باندې څلویښتو خصوصي روغتونونو او د درملو له تولیدونکو او واردوونکو شرکتونو څخه، د فعالیت جوازونه واخلي.

د عامې روغتیا وزارت وايي، د دوې ارزیابیو وښوده چې په کابل ښار کې د یو شمېرخصوصي روغتونونو خدمات معیاري نه دي.

د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروزخبرداری ورکوي چې د درملو جوړولو کوم شرکتونه چې بې کېفیته درمل تولیدوي، جریمه به شي.

په روغتونونو کې نیمګړي روغتیایي خدمات، د مجهزو روغتیايي وسایلو نشتوالی او د بې کېفیته درملو عرضه کول، هغه ستونزې دي چې د عامې وزارت یې اوارولو ته تصمیم نیولی دی.

د عامې وزیر فیروزالدین فیروز له ازادۍ رادیو سره په خبرو کې وویل، د دوې ارزیابي ښيي چې ځیني خصوصي روغتونونه، نه یوازې دا چې ناروغانوته معیاري خدمات نه رسوي، بلکې یو شمېر دا روغتونونه د فعالیت جوازهم نه لري.

ښاغلي فیروزد دې روغتونونو نومونه یاد نه کړل خو ويي ویل چې تر راتلونکو دوو اوونیو پورې به يې پر وړاندې غوڅ عمل وکړي.

ده دا هم وویل، د درمل جوړولو هغه شرکتونه چې بې کېفیته درمل تولیدوي، د فعالیت جوازبه ځینې واخیستل شي:

″زموږ روغتونونه روغتیا خدمات نه رسوي، خصوصي سکتور د مرخیړې غونډې وده کړې.

د درملو شاوخوا پنځوس واردونکي شرکتونه به په تورلست کې راشي.

د شاوخوا پنځوسو شخصي روغتونونو درجه به، تشخیصیه مرکزونوته راټیټه شي او د یو شمېر روغتونو د فعالیت جوازونه به بیرته واخیستل شي.

د عامې روغتیا وزارت د څارنې ټیمونه په ښار کې فعال دي او فعالیتونه به یې ولایتونو ته هم ورسیږي.″

د عامې روغتیا وزارت دا تصمیم په داسې حال کې نیسي چې په دې وروستیوکې خلک په روغتونونو کې له غیر معیاري روغتیايي خدماتو او بې کېفیته درملو څخه شکایت کوي.

خلک وايي، په هېواد کې د غیرمعیاري روغتیايي خدماتو او بې کېفیته درملو له امله په سلګونو ناروغان ګاونډیو هېوادونو ته ځي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، د دې نیمګړتیاو پر وړاندې به جدي مبارزه وکړي.

د عامې روغتیا وزیر وايي، تر راتلونکو څلورومیاشتو پورې به په کابل ښارکې فعال روغتونونه، د عاجلوعملیاتو په پرمختللو وسایلو تجهیزکړي څوبهرته د ناروغانو تګ کم شي.

د عامې روغتیا وزیر وویل، که حکومت ورته کافي بودجه ځانګړي کړي، د دې وزارت په چارو کې به مثبت بدلونونه راشي.

په عین وخت کې ډبلیو، ایچ، او، یا د روغتیا نړېوال سازمان وايي چې د معیاري روغتیايي خدماتو په برخه کې به، له افغانستان سره خپلی مرستې جاري وساتي.

په کابل کې د دې سازمان استازې، ډاکټرایمان شان ګیتي وویل:

″د ډبلیو، ایچ، او، موسسه ژمنه ده چې د افغانستان د عامې روغتیا له وزارت سره مرسته وکړي.

غواړو په دې هېواد کې د خوړود خوندي ساتلو سیستم پیاوړی کړو.

همدارنګه د دې هدف په خاطر پالیسۍ او د عامه پوهاوي پروګرامونه پیل او ستندرډونه جوړ کړو.

زموږ موسسې په دې برخه کې ګڼ شمېرخلک روزلي او تخنیکي مرستې یې ورسره کړي دي.″

په کابل کې د ځینو روغتونونو او د درملو د تولیدونکو شرکتونو د تړل کېدو تصمیم په داسې حال کې نیول کېږي چې ډیری خلک په روغتونونو کې له نیمګړو روغتیایي خدماتو او بې کېفیته درملو شکایت کوي.

دا چې د عامې روغتیا وزارت به ترکومه ځایه دا تصمیم عملي کړي، دا به په راتلونکې کې معلومه شي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG