د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۶

سیګارپه افغانستان کې د ښځو د حقوقو د پروګرام په څرنګوالي انتقاد کوي


فارن پالیسې خپرونې تردې سرلیک لاندې چې د ښځو د حقوقو څخه دفاع د افغانستان د جبهې په لومړې کې کرښه ده د بخښنې د نړېوال سازمان د مشرپه قلم یوه مقاله خپره کړې.

سلیل شیتي د خپلې مقالې په پیل کې د لغمان ولایت د ښځو د چارو د رئیسې شاه بي بي د ژوند کیسه بیانوي چې څو ځلي د وژلو ګواښونه ورته شوي او یو بل ولایت ته کډه شوې خو بیا هم د ښځو د حقوقو لپاره هلې ځلې کوي.

د بخښنې نړېوال سازمان په افغانستان کې د ښځو د حقوقو د مدافعینو په هکله خپل رپوټ کې چې د سې شنبې په ورځ یې خپورکړ د شاه بي بي له قوله لیکي چې وايي:

″هره ورځ چې له کوره وځم فکرکوم چې بیرته به ژوندی رانشم.

زما کوچنیان هم د طالبانو له خوا په ماباندې د برید د احتمال څخه ویره او اندیښنه لري.″

ښاغلي سلیل په خپلې مقالې که زیاتوي چې په لغمان کې د ښځو د چارو دوه پخوانی رئیسانې، ناجیه صدیقي او حنیفه ساپۍ دوه کاله مخکې دواړه له یو بله شپږمیاشتې وروسته وړاندې وژل شوي دي.

یوه په رڼا ورځ په ډژو وژل شوې او بله هم د موټر بم په چاودنه کې.

د بخښنې د نړېوال سازمان مشر لیکي چې د قربانیانو خپلوانو دغه سازمان ته ویلي چې دولتي چارواکو د حمایت لپاره د ښځو په مکررو غوښتنو سرنه دی ګرولی او تر اوسه هم د دوی د قتل مسئولین نه دي په ګوته شوي.

ښاغلی سلیل لیکي:

اکثرهغه کسان چې په افغانستان کې د ښځو د حقوقو لپاره هلې ځلې کوي لوی خطرونه په ځان مني.

ګارډین ورځپاڼې هم په افغانستان کې د ښځو د حقوقوپه هکله خپل مطلب ته دا عنوان غوره کړی چې وایي سیګار یا د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا د ځانګړي مفتش دفترپه دغه هېواد کې د ښځو د حقوقو د پروګرام په څرنګوالي انتقاد کوي.

ورځپانې تردغه سرلیک لاندې یوعکس هم خپورکړی چې په هغه کې څو ښځې چې چادري او سرتر پښو ټکري یي اغوستي او مخونه یې پټ دي لیدل کیږي.

ګارډین وړاندې لیکي:

په داسې حال کې چې د بخښنې نړېوال سازمان نړېواله ټولنه تورنوي چې په افغانستان کې د ښځو مدافعینو ته شا ور اړولې ده، سیګار وايي د دغه هېواد د ښځو د پیاوړتیا پروګرام شفاف نه دی.

ورځپاڼه زیاتوي چې د افغاني ښځو د پیاوړتیا لپاره د امریکا پروګرام چې ترټولو دغه ‌ډول لوی یو ګڼل کیږي د شفافیت نیمګړتیا لري او له هغو ښځو سره چې ښايي ترې ګټه واخلي مشوره نه ده شوې.

ګارډین لیکي چې سیګار یا د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي مفتش دفتر وايي، دغه پروګرام چې ۴۱۶ میلیونه ډالر ورته بیل شوي او د ښځو د حقوقو د پیاوړتیا او په ځواکمنو مراجعو او اقتصاد کې د دوی د ونډې د پراختیا لپاره تیرکال پیل شوې یقیني نه ده چې هغه ۷۵ زره ښځې چې ښايي په کې ګډون وکړي واقعې ګټه ترې واخلي.

سیګار ډاډمن نه دی چې ی واس ای ډي یا د نړېوالې پراختیا لپاره د امریکا اداره به د دغه پروګرام د فعال تطبیق، څارنې او د تاثیراتو د ارزیابۍ توان ولري.

سیګار په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې د افغانستان لومړۍ میرمنې رولا غني خبرداری ورکړی چې دغه پروګرام د داسې قرارداد بازیو او کاغذ پرانیو چې تر شايي واقعي مهارت او مسلکیتوب نه وي ښکارنه شي.

XS
SM
MD
LG