د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۰

سالنګي: د اسلامي دولت د ډلې وروستۍ خپره شوې ویډیو به جعلي وي


د افغانستان امنیتي چارواکي وايي، که څه هم د اسلامي دولت ډله د خپلو فعالیتونو د پراخولو لپاره تبلیغات کوي خو د دې ډلې په نوم وروستۍ خپره شوې ویډیو به جعلي وي.

د کورنیوچارو وزارت امنیتي مرستیال ایوب سالنګي ازادي راډيو ته وویل، که اسلامي دولت وي یا هره بله مخالفه ډله افغان پوځیان یې په وړاندې مبارزه کوي او د اسلامي دولت په نوم وروستۍ ویډیه تر ډېره جعلي ښکاري.

د ملي امنیت ریاست بیا وايي چې د سي ان ان ټلویزیون له خوا د اسلامي دولت د وسله والې ډلې پورې د دې منسوبې ویډیو په اړه یې څیړنې پیل کړي دي.

د افغانستان امنیتي چارواکي وايي، د اسلامي دولت د وسله والو په نوم وروستۍ خپره شوې ویډیو ترډېره جعلي ښکاري.

سي ان ان ټلویزیون د اپریل په شپږمه یوه ویډیو خپره کړه چې په کې مخ پټي کسان تمرینونه کوي او ادعا کوي چې د کابل نږدې جنوبي سیمو کې فعالیت کوي.

د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال ایوب سالنګي وايي، دا خپره شوې ویډیو به ترډېره جعلي وي خو باید هیره نه وي چې اسلامي دولت په هڅه کې دی څو د نړۍ په هره سیمه کې خپل فعالیتونه ولري:

″زه په خپله د هغو تجربو له مخې چې لرم دا وایم چې په کې شک نشته چې د اسلامي دولت ډله یا داعش غواړي خپل فعالیتونه د نړۍ بېلابېلو سیمو ته پراخ کړي او دا به د هغوی پالیسي وي.

خو کومه ویډیو چې خپره شوې زما په نظر دا کیدای شي جعلي وي.″

ښاغلی سالنګی وايي، د اسلامي دولت ډله د خپلو فعالیتونو د پراخ ښودلو لپاره ډېر تبلیغات هم کوي.

د اسلامي دولت د وسله والو په نوم په دې خپره شوې ویډیو کې چې په یوه دره کې ثبت شوې د دې ډلې تور بیرغ هم ښکاري چې د ځینو مخ پټو کسانو په لاس کې دی.

په دې ویډيوکې د ځینوکسانو خبرې خپرې شوي چې وايي، په خپلو ډلوکې د خلکو د نیولو لپاره پراخې هڅې کوي.

اخوا د ملي امنیت ریاست که څه هم اسلامي دولت ډله یا داعش یو خطربولي خو وايي، چې افغان ځواکونو له پخوا له دې ډلې سره مبارزه پیل کړې او په افغانستان کې یې د دې ډلې ځیني مشران وژلي هم دي.

د دغه ریاست ویاند حسیب صدیقي ازادۍ راډیوته وویل چې د اسلامي دولت په نوم د وروستۍ خپرې شوې ویډیو او په کې د شوې ادعا په اړه دوی خپلې څیړنې پيل کړي دي.

له بلې خوا د افغانستان د ولسي جرګې د کورني امنیت کمیسیون وايي، د افغان امنیتي ارګانونو کمزورې استخباراتي او کشفي برخې ته په کتو کیدای شي د اسلامي دولت ډلې کابل ته په نږدې سیمو کې هم فعالیتونه پيل کړي وي.

د دغه کمیسیون غړی صالح محمد صالح وايي، دا احتمال موجود دی چې د سي ان ان دا ویډیو حقیقت ولري او د اسلامي دولت وسله وال د کابل جنوب خوا ته نږدې سیمو کې فعاله وي:

″په دې کې شک هم نشته امکان لري دا ویډیو چې خپره شوې د کابل په شاوخوا سیمو کې امکان یې شته دا زه نه شم ردولی.

د دې لپاره چې زموږ کشفي ارګانونه سخت ضعف لري او هغه امکانات چې لازم دي ورسره نشته او که ورسره وي هم لازمه استفاده نه شي ترې کولای.

د افغانستان د حکومت مسوولیت دی چې مخه یې ونیسي که هغه داعش وي که هغه طالبان وي که هغه غیر مسوول کسان وي.″

ښاغلی صالح ټینګارکوي چې افغان حکومت باید د کشفي او استخباراتي برخو په پیاوړي کولو سره د اسلامي دولت او یا بلې هر ډلې د پرمختګ مخه ونیسي.

افغان مشرانو هم په وار وار په خپلو خبروکې منلې چې اسلامي دولت ډلې نه یواځې د سیمې بلکې د افغانستان لپاره هم یو ګواښ متوجه کړی دی.

اخوا پوځي کارپوهان د اسلامي دولت ډله تربلې هرې مخالفې وسله والې ډلې خطرناکه بولي او ټینګارکوي چې افغان حکومت یې باید په وړاندې د جدي مبارزې لپاره چمتو وي.

راپور: صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG