د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۴

په ننګرهار کې د ملي اردو یوه سرتیري پر بهرنیوځواکونو حمله کړې


د ننګرهار ولایت په مقام کې د ملي اردو يوه سرتيري پر بهرنيو ځواکونو حمله کړې.

د ننګرهار ولایت امنيه قومندان جنرال فضل احمد شیرزاد ازادۍ راډيو ته وویل چې نن سهار شاوخوا نهه بجې د امریکې سفارت یوه استازي د ننګرهار ولایت په مقام کې د ختیځو ولایتونو واليانو او امنيتي چارواکو سره ناسته درلوده چې د دې غونډې په پای کې لومړی د ملي اردو سرتيري له خوا پر بهرنيو ځواکونو حمله وشوه چې وروسته دواړه طرفه ډزې تبادله شوې.

دی وايي، په دې پيښه کې خپله د ملي اردو سرتیری وژل شوی او یو بل ټپي دی.

شیرزاد وايي، په دې پيښه کې د بهرنيو ځواکونو سرتیري هم په ډزو لګيدلي؛ خو کره ارقام ورته نه دي معلوم.

دا لا تر اوسه نه ده څرګنده چې دا پيښه څنګه رامنځته شوه امنيتي ځواکونه وايي د دې پيښې په اړه پلټنې روانې دي.

خو بل خوا زبير صدیقي چې ځان د حذب اسلامي وسله والې ډلې ویاند معرفي کوي؛ له یوه نامعلوم ځای څخه ازادۍ راډيو ته د ټیلفون په لیکه وويل چې د ملي اردو یاد سرتیری دوی سره په اړیکه کې و او د دوی په لارښوونه يې پر بهرنیو ځواکونو حمله کړې

پخواني معلومات

د ننګرهار ولایت په مقام کې د ملي اردو يوه سرتيري پر بهرنيو ځواکونو برید کړی.

د ننګرهار ولایت امنيه قومندان جنرال فضل احمد شیرزاد ازادۍ راډيو ته وویل چې نن سهار شاوخوا نهه بجې د امریکې سفارت یوه استازي د ننګرهار ولایت په مقام کې د ختیځو ولایتونو واليانو او امنيتي چارواکو سره ناسته درلوده چې د دې غونډې په پای کې لومړی د ملي اردو سرتيري له خوا پر بهرنيو ځواکونو برید وشو چې وروسته دواړه طرفه ډزې تبادله شوې.

دی وايي، په دې پيښه کې خپله د ملي اردو سرتیری وژل شوی او یو بل ټپی دی.

شیرزاد وايي، په دې پيښه کې د بهرنيو ځواکونو سرتیري هم په ډزو لګيدلي، خو کره ارقام ورته نه دي معلوم.

دا لا تراوسه نه ده څرګنده چې دا پيښه څنګه رامنځته شوه امنيتي ځواکونه وايي د دې پيښې په اړه پلټنې روانې دي.

XS
SM
MD
LG