د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۴

افضل لودین دفاع وزارت ته له کاندیدۍ لاس په سر شو


جنرال افضل لودین چې دوه ورځې وړاندې دفاع وزارت ته کاندید وزیراعلان شو ویلي په دې خاطرله کاندیداتورۍ تیر شوی چې ممکن انتخاب یې د هېوادوالو ترمنځ د بې اتفاقۍ لامل شي.
جنرال افضل لودین چې دوه ورځې وړاندې دفاع وزارت ته کاندید وزیراعلان شو ویلي په دې خاطرله کاندیداتورۍ تیر شوی چې ممکن انتخاب یې د هېوادوالو ترمنځ د بې اتفاقۍ لامل شي.

د افغانستان جمهوري ریاست وایي چې جنرال افضل لودین دفاع وزارت ته له خپلې کاندیداتورۍ لاس په سر شو.

افضل لودین دوه ورځې وړاندې د ولسمشرله خوا دفاع وزارت ته کاندید شوی وو.

په همدې حال کې د حکومت اجرایي ریاست وایي چې د دفاع وزارت لپاره د کاندید وزیرد ټاکل کیدو پرمهال له دوی سره د جمهوري ریس له خوا مشوره او همغږي نه وه شوې.

جنرال افضل لودین چې دوه ورځې وړاندې دفاع وزارت ته کاندید وزیراعلان شو ویلي په دې خاطرله کاندیداتورۍ تیر شوی چې ممکن انتخاب یې د هېوادوالو ترمنځ د بې اتفاقۍ لامل شي.

ښاغلي لودین جمهوري ریاست ته په خپلې انصراف پاڼه کې ویلي چې دفاع وزات ته کاندیدل ورته یو ویاړ وو، خو دا یې احساس کړې چې ممکن ځیني کسان د ده د کاندیداتوري په پلمه هېواد ته ستونزې پيدا کړي.

جمهوري ریاست د افضل لودین خبرې هم رسنیو ته لیږلي چې ده له دې کاندیداتورۍ څخه د انصراف پرمهال کړي دي:

″ما په ټول ژوند کې هڅه کړي چې د خپلو خلکو له عزت او یووالي څخه دفاع وکړم، اوس چې زه احساسوم چې ممکن ځيني کسان زما د کاندیداتورۍ په پلمه زما هېواد ته ستونزې جوړې کړي، زه له دې دندې صرف نظر کوم.″

په همدې حال کې د حکومت اجرایيه ریاست وایي چې د دفاع وزارت په کاندیداتورۍ کې د ملي وحدت حکومت د سیاسي توافقنامې اصول په پام کې نه وو نیول شوي.

د اجرایه ریاست یوه ویاند اصف اشنا ازادي راډيو ته وویل له دې وروسته باید په ملي مسایلو کې هیڅ پریکړه ددې توافقنامې خلاف ونه اوسي:

″اصلآ مشترک توافق نه وو موجود، کوم بحث او مشوره نه وه شوې، توافق نظر هم نه وو ترلاسه شوی، په همدې دلیل د دې کار څرنګوالی او اصول زموږله مخالفت سره مخ شوي دي، ټاکل شوې په راتلونکې هر تصمیم په توافق نظر، همغږۍ او مشورې سره ونیول شي، په دې برخه کې له هر ادرسه شاته پاته کیدل د منلو وړ نه دي.″

د ملي وحدت حکومت د جوړیدو پرمهال د ولسمشر او اجرایي ریس ترمنځ یوه سیاسي موافقه لاسلیک شوه او د نورو مسایلو ترڅنګ په کې راغلي چې په ملي موضوعاتو کې باید دواړه لوري موافقه او مشوره وکړي.

له دې مخکې د انتخاباتي اصلاحاتو د کمیسیون د مشرې په توګه د شکریې بارکزۍ ټاکل کیدل هم د اجرایي ریاست له مخالفت سره مخ شوي وو او عبدالله عبدالله وویل، هلته هم ورسره مشوره نه وه شوې.

ولسمشراو اجرایي ریس امریکا ته له سفرمخکې د کابینې پاته شپاړس غړي معرفي کړل خو د دفاع وزارت کاندید د تیرې دوشنبې په ورځ اعلان شو.

معلومه نه ده چې حکومت به دا ځل د دفاع وزارت لپاره څوک کاندیدوي خو د اجرایه ریاست مسولین وایي باید د دفاع وزارت د کاندید وزیراو لوی درستیز په اړه په یوه وخت پریکړه وشي.

د چارو یو شمېرکتوونکي بیا د حکومت دننه دا ډول وضعیت د اندیښنې وړ بولي او وایي، ولسمشرباید په دې برخه کې له پوره دقته کار واخلي.

د سیاسي چارو کتوونکي اکبر اوریا ازادۍ راډيو ته وویل چې هیڅوک هم د ولسمشرپه صلاحیتونو کې د لاسوهنې حق نه لري:

″هیڅوک حق نه لري چې د ولسمشرپه صلاحیتونو کې لاسوهنه وکړي او یا قانون تر پښو لاندې کړي، باید ژر تر ژره اساسي قانون ته پاملرنه وشي او بیا هغه توافقات عملي شي چې د ملي وحدت حکومت کړي دي.″

افغان څیړونکي بیا سپارښتنه کوي چې د ملي وحدت حکومت مشران باید په سړه سینه یو د بل په وړاندې دریځ ونیسي او له هر ډول اختلافاتو څخه لاس واخلي.

دوی وایي، که چیرې خدای مه کړه دداسې اختلافاتو کچه زیاتیږي،ولس به بیا له حکومته ډیر ناهیلی شي او حکومت به هم د سولې او امنیت په ټینګښت کې پاته راشي.

XS
SM
MD
LG