د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۹

په پکتيا کې معارف له ستونزو سره مخ دی


پکتيا معارف نږدې د ۷۰ ښوونځيو ترميم ته اړتيا لري چې ټول لګښت پرې شاوخوا ۷۰ ميلونه افغانۍ کيږي، خو دوی ته ورکړل شوې بوديجه څه کم يو ميلون افغانۍ ده چې دوی نه شي کولای په دې ځانګړې شوې بوديجه کار وکړي.

د پکتيا لرې پرتو او مرکزي سيمو اوسېدونکي ښوونځيو ته د ودانيو په نه جوړولو کې د پوهنې رياست نه پاملرنه د خپلو اولادونو د راتلونکي په زيان ګڼي، خو د معارف چارواکي وايي چې دوی د بوديجې نشتوالي له امله نه شي کولای، سږ ډېرو ښوونځيو ته ودانۍ جوړې کړي.

د پکتيا پوهنې ريس مهتاب الدين موحد وايي چې دوی د نويو ښوونځيو د جوړولو لپاره څه چې بوديجه نه لري، د هغو ښوونځيو لپاره چې ترميم ته ضرورت لري، نه شي کولای د پوهنې وزارت څخه په ورکړل شوې بوديجې کار وکړي.

د نوموړي په خبره، په دې ولايت کې تر ۴۰۰ پورې تعلمي نهادونه لري چې تر نيمايي پورې يې ودانۍ نه لري او ډېر شمېر نوريې ترميم ته ضرورت لري :

”تعميرونه تقريباً ۱۴۲ تعميره دي، ۱۲ د کار لاندې دي، ۲۱۱ پاتې دي چې بايد تعمير ورته جوړ شي او په مجموع کې يې که موږ وسنجوو ۴۰۰ نهاده تعليمي دي چې په دې کې ښوونځي، ديني زده کړو مراکز او دارلمعالمينونه شامل دي چې نږدې ۲۰۰ يې تعميرونه نه لري“

موحد زياتوي، د دوی د ټول ضرورت لپاره مرکزي حکومت څه کم يو ميلون افغانۍ ځانګړې کړې دي چې د دوی د ضرورت په سلو کې لس فيصده هم نه شي پوره کولای او نه شي کېدلی، د دوی ټولې ستونزې پرې هوارې شي:

” په تعليماتو عمومي کې تقريباً ۶۵ مکتبونه ترميم ته ضرورت لري، خو ټوله بوديجه چې وزارت موږ ته لېږلې، نهه لکه روپۍ دي چې موږ په پټان کې سروې کړې، د يو ښوونځي د ترميم پيسې نږدې ۱۵ لکه افغانۍ کيږي چې دا کار ناشونی دی چې موږ په دې بوديجه يو ښوونځی هم ترميم کړو“

نوموړی وايي په دې کال کې که ډونران مرسته ورسره ونه کړي، نه يوازې دا چې ښوونځيو ته به نوې ودانۍ جوړې نه شي کړلی، بلکې هغه شته ودانۍ چې ترميم ته ضرورت لري هم د مرکزي حکومت په ورته ځانګړې شوې بوديجه نه شي رغولی:

”که موږ د براورد او د هغو مکتبونو د نتيجې نه وغږيږو چې ترميم ته ضرورت لري، نږدې ۷۰ ميلونه افغانيو ته ضرورت لرو چې کار پرې روان کړو او دغه ودانۍ ترميم کړو، خو اوس موږ يوازې څه کم يو ميلون افغانۍ لرو چې په دې سره نه کيږي چې ټولې ستونزې هوارې شي“

د پوهنې رياست لپاره له مرکزي حکومت څخه ځانګړې شوې بوديجه د ولايتي شورا هم کمه ګڼي وايي چې مرکزي حکومت که په پکتيا کې معارف ته ځانګړې توجه ونه کړي، د زده کوونکو راتلونکو به له سترو ګواښوونو سره مخ شي.

د پکتيا ولايتي شورا منشي محمدالرحمن قادري وويل چې دوی د پارلماني وکيلانو سره په شريکه د معارف دې وضعيت سمبالولو په موخه پلان جوړ کړی او ژر ده دغه ستونزه هواره شي:

”دغه کومه بوديجه چې وزارت معارف ځانګړې کړې ده، دا بسنه نه کوي په ټوله پکتيا کې دوه ښوونځي نه شي پرې ترميم کېدلی، نو موږ له پارلماني وکيلانو سره په شريکه د معارف له نوي وزير سره چې له پارلمان څخه د باور رايه ترلاسه کړي، کينو او هڅه کوو چې د دې ستونزو په هوارولو کې بوديجې زياتوالي ته جدي پاملرنه وشي او په دې ولايت کې دغه ستونزه جدي وګڼل شي“

نوموړي زياته کړه، که چېرې مرکزي حکومت په دې برخه کې خپله بوديجه نه لري، نو د نورو ډونر انجوګانو او هيوادونو په مرسته دې په دې ولايت کې د معارف په برخه کې د خلکو ستونزو ته پام وکړي:

”که چېرته معارف او حکومت دا ظرفيت نه لري چې خپله بوديجه په دې برخه کې ولګوي، دوی دا هم کولای شي چې ډونران او انجوګانې دې ته جذب کړي چې په پکتيا کې دغه شته ستونزه هواره کړي“

د پوهنې په برخه کې دغه ستونزې په داسې مهال ياديږي چې د چارو د کارپوهانو په خبره، په دې ولايت کې د مسلکي ښوونکو کموالی، د کتابونو په وخت نه رسېدل او په ډېرو ولسواليو کې د نجونو د زده کړو زمينې نه برابروالی هغه ستونزي دي چې لا هم پکتياوال ترې ځوريږي.

راپور- داود تپان- پکتيا

XS
SM
MD
LG