د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۷

جواد ظریف له پاکستاني چارواکو سره د يمن پر وضعيت بحث کوي


ټاکل شوې چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف به له پاکستانيو چارواکيو سره په دوه اړخيزو اړيکيو او روانو چارو باندې د بحث لپاره نن په يوه دوه ورځني سفر د پاکستان پايتخت اسلام اباد ته راشي.

د پاکستاني رسنيو د راپورونو له مخې، نوموړى به اسلام اباد ته په خپل سفر کې د پاکستان له صدراعظم نواز شريف او د دې هېواد له يو شمېر نورو جګپوړو سياسي مشرانو سره وګوري او د پاکستان و ايران په خپلمنځي اړيکي او همداراز د منځني ختيځ په روان وضعيت به ورسره خبرې وکړي.

د ايران د بهرنيو چارو وزير په داسې حال کې له پاکستانيو چارواکيو سره د منځني ختيځ په ځانګړې توګه په يمن کې د روان حالت د څېړلو لپاره اسلام اباد ته راځي چې د پاکستان د دفاع وزير د دوشنبې په ورځ د دې هېواد پارلمان ته په وينا کې وويل چې سعودي د یمن په جګړې کې له پاکستان څخه د الوتکو، جنګي بېړیو او سرتېرو غوښتنه کړې ده.

سره له دې چې اسلام آباد له ریاض سره نژدې او اوږده ملګرتیا لري، خو تر دې دمه یې د یمن له جګړې ځان لېرې ساتلی او د خبرو له لارې یې د ستونزو پر هواري ټېنګار کړی، خو د دې ترڅنګ يې دا اعلان هم کړى، چې که چيرې د سعودي عربستان ځمکنۍ بشړتيا ته ګواښ پېښ شي نو پاکستان به يې د خپلې خاورې په څېر دفاع وکړي.

بل خوا د پاکستان د سياسي او سيمه ييزو چارو ځينې څارونکي دې هېواد ته د ايران د بهرنيو چارو وزير د سفر په اړه وايي، چې له له شک پرته چې د یمن په جګړې کې د پاکستان د ورګډېدو او نه ورګډېدو موضوع به د جواد ظريف د سفر د اجنډا مهم ټکی وي.

د سياسي چارو کارپوه شميم شاهد له ازادي راډيو سره په خبرو کې د منځني ختيځ وضعيت حساس وبآله او پر پاکستان يې غږ وکړ، چې په دې کې بې طرفه پاتې شي:

"حقيقت دا دى، چې د پاکستان دولت خو ژمنه کړې ده، چې دوى به د سعودي عرب سره پوره پوره کومک کوي.

نن چې د ايران وزير خارجه پاکستان ته راځي، نو د هغه هم دا کوشش دى، چې د پاکستان کومک ترلاسه کړي او که کومک نه ترلاسه کوي، نو لږ تر لږه پاکستان نيوټرل [بې طرفه] پاتې شي.
زما دا خيال دى، چې دا مهال حالات داسې دي، چې د عربو کومه شخړه ده، نو دا ډېره خطرناکه ده او پکار دا ده، چې اسلامي نړۍ او نور هېوادونه په دې کې فريق جوړ نه شي، بلکې هلته د ثالث کردار کړي، نو دا به د ټولې اسلامي نړۍ لپاره ډېره ښه خبره وي."
د پاکستان حکومت، چې له تېرو دوو ورځو راهيسې يې د یمن په جکړې کې د پاکستان د ورګډېدو او نه ورګډېدو پرېکړې لپاره ددې هېواد د پارلمان او مشرانو جرګې ګډه غونډه رابللې وه، تر دې دمه لا کومې پريکړې ته ونه رسېدل.

د پاکستان يو شمېر اپوزيسون ګوندونه ټينګار کوي، چې پاکستان دې د يمن په جګړه کې د اړخ اخيستو پرځاى د منځګړي رول ولوبوي او د شخړې د سياسي حل لپاره دې له نورو هېوادونو سره يوځاى هلې ځلې وکړي.

دا چې اسلام اباد له رياض سره پخوانۍ ژورې اړيکي لري، خو ولې يې تراوسه په عرب اېتلاف کې د ګډېدو پرېکړه نه ده کړې او په دې اړه زړه نازړه ښکاري، شميم شاهد يې په اړه وايي:

"پاکستان له يوه ډېرې ترخې تجربې نه تېر شوى دى او وړاندې دا په افغانستان کې فريق جوړ شوى و، او د افغانستان په شخړه کې د فريق جوړېدو په وجې باندې دلته په پاکستان کې ډېر زيات مشکلات دي. دا هېواد له ترهګرۍ سره مخ دى، معيشت يې تباه دى، نو ځکه د پاکستان سياسي مشران کوشش کوي، چې پاکستان دې د عربو په دې شخړه کې فريق نه شي، بلکې د يو ثالث کردار دې کړي.

که له ايران سره د پاکستان ورانه شي، نو له وړاندې نه يې هندوستان سره هم ورانه ده او اوس يې له ايران سره هم ورانه شي، نو د هغې نه به پاکستان ته ډېر مشکلات پيښېږي. "

سعودي عربستان تر هغې وروسته په یمن کې د شیعه حوثي یاغیانو پر ضد د منځني ختيځ د يو شمېر هېوادونو اېتلاف جوړ کړ او پر هغوى يې هوايي بریدونه پیل کړل، چې حوثي ياغيانو د یمن ځینې سیمې ونیولې او د دغه هېواد ولسمشر سعودي ته پناه يووړه او د مرستې غوښتنه يې وکړه.

د يادونې وړ ده، چې تهران، د سعودي په مشرۍ د یمن د شیعه حوثي یاغیانو پر ضد د هوايي بمباریو کلک مخالفت کوي او سعودي په سیمه کې د ناارامۍ په پارولو تورنوي، خو ریاض بیا تهران له حوثي یاغیانو سره په مرستې تورنوي، خو ایران دا تورنه نه مني.

راپور: ذبيح شفق

XS
SM
MD
LG