د کندهار په میوند ولسوالۍ کې له تېرې مياشتې راهيسې د کوکنارو د اړولو کمپاين روان دى.
د دې ولسوالۍ ولسوال حاجي عبیدالله له ازادۍ راډيو سره په ځانګړې مرکه کې وویل چې سږ کال د ميوند ولسوالۍ په هغو سيمو کې د کوکنار اړولو کمپاين روان دى چې په تېرو ديارلسو کلونو کې په کې هېڅ کمپاين نه و شوى.
په کندهار کې د ازادۍ راډيو خبریال محمدصادق رښتیني د حاجي عبیدالله سره په دې اړه ځانګړې مرکه کړې