د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۸

له طالبانوسره دخبرو مساله لاهم په ابهام کې ده


د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو یو ځل بیا خپل مطالب او تبصرې تر ډیره د سولې د ټینګښت په اړه هڅو او د کابینې د پاته غړو په وړاندې د ولسي جرګې چلند ته ځانګړي کړي دي.

هېواد:

هیواد دولتي ورځپاڼې خپلې سرمقالې ته دا سرلیک ورکړی چې د سولې لپاره د طالب مشرتابه د تمایل هرکلی کوو.

په سرمقاله کې راغلي دا چې د طالبانو مشر ملا محمد عمر د سولې په اړه د خبرو واک خپل مرستیال ملا اختر محمد منصور ته ورکړی؛ دا نو د سولې لپاره د طالبانو رسمي چمتوالی دی.

سرمقاله لیکوونکي ویلي، ملا منصور د طالبانو په لیکو کې یو سوله خوښوونکی، خیر غوښتونکی او نرم خویه سړی دی او د سولې لپاره دده ټاکل کیدل د تولو خلکو له هرکلي سره مخ شوی دی.

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې لیکلي چې له طالبانو سره د خبرو مساله لا هم په ابهام کې ده.

سرمقاله لیکونکي ویلي، سره له دې چې ځینو رسنیو داسې راپورونه ورکړي چې طالبان سولې ته چمتو دي، خو ورځپاڼې طالبانو ته د ځینو نږدې سرچینو په حواله لیکلي چې طالبان له افغان حکومت سره سوله نه کوي، ځکه چې دوی له امریکا سره امنیتي سند لاسلیک کړی.

په مطلب کې راغلي، د سولې د خبرو د پيل ډاډ هیڅوک هم نه شي ورکولای او ښه ده چې ټول افغانان له خدایه وغواړي چې نور دې ملت له بدمرغیو وژغورل شي.

سرنوشت:

سرنوشت خپلواکې ورځپاڼې بیا د کابینې د پاته غړو په اړه یوه مطلب کې لیکلي چې له نوو وزیرانو د پنځو تابعیتونه او تحصیلي اسناد ستونزې لري.

ورځپاڼې په دې مطلب کې د ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو د کمیسیون د غړي عبدالقادر ځاځي په حواله ویلي چې د پنځو کاندید وزیرانو لپاره به چې دوه ګونی تابعیت لري او یا یې هم اسناد ستونزې لري د رایې ورکونې صندقونه کې نښودل شي.

ورځپاڼې د ځينو کارپوهانو په حواله لیکلي چې ممکن له همدې امله د کابینې یوشمیر معرفي شوي کسان دباور رایه وانخلي.

محور:

محور خپلواکې ورځپاڼې بیا په یوه مطلب کې د ولسي جرګې د لومړي مرستیال حاجي ظاهر قدیر په حواله لیکلي چې تر پنځلسو ورځو به والیان مقرر شي.

په مطلب کې راغلي چې د سرپرست والیانو موجودیت د ناامنیو اساسي لامل دی خو د ولسي جرګې مرستیال ویلي، ولسمشر ژمنه ورسره کړې چې تر پنځلس ورځو به والیان هم مقرر شي.

XS
SM
MD
LG