د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۲

د ولسي جرګې ډېری غړي د انتخاباتي بهیر د اصلاح ملاتړ کوي


د افغانستان د ازاد اوعادلانه انتخاباتو موسسه یا فیفا وايي؛ حکومت باید د انتخاباتي اصلاحاتو لپاره ریښتنی کار وکړي او په دې برخه کې شته ستونزې لمنځه یوسي.

که څه هم د انتخاباتي اصلاحاتو کمیسیون د ځینو ستونزو له امله په رسمي توګه خپل کارونه نه دي پیل کړي؛ خو د ازاد او عادلانه انتخاباتو موسسه له حکومته غواړي چې د کمیسیون په چارو کې مداخله ونه کړي.

دې موسسې د انتخاباتو د اصلاح په اړه یوه سروې هم کړې چې نتایج یې د دوشنبې په ورځ له خبریالانو سره شریک کړل.

په یاده سروې کې د ولسي جرګې له ۱۲۵ وکیلانو سره مرکې شوې او ټولو په یوه خوله ویلي چې د انتخاباتي اصلاحاتو کمېسیون باید د انتخاباتو د اصلاح لپاره یوه ملي ستراتیژي ترتیب کړي.

د افغانستان د ازاد او عادلانه انتخاباتو موسسې اجرايي رییس محمد یوسف رشید د دوشنبې په ورځ د سروې د خپرېدو پرمهال خبریالانو ته وویل چې په سروې کې راغلي چې انتخاباتي اصلاحات باید په ټوله معنی هر اړخیز وي:

"دا سروې موږ ته داښيي چې د ولسي جرګې غړي په غوڅ اکثریت په دې باوري دي چې په انتخاباتي بهیر کې باید اصلاحات راشي؛ دوی ټینګار کوي چې دا اصلاحات باید هر اړخیزه وي په یوه برخه کې اصلاحات نه شي کولای کې انتخاباتي نظام اصلاح کړي."

افغان ولسمشر امریکا ته تر سفر مخکې د یوه فرمان له لارې د انتخاباتي اصلاحاتو د کمیسیون غړي وټاکل چې د ملګرو ملتونو د یوه استازي په ګډون یې شمیر پنځلسو کسانو ته رسیږي.

دا په داسې حال کې ده چې ویل کیږي؛ د حکومت اجراییه ریاست د دې کمیسیون د رییس پر ټاکل کېدو ملاحظات لري او دا کار د ولسمشر او اجرایي رییس د پریکړې خلاف بولي.

جمهوري ریاست د انتخاباتي اصلاحاتو د کمیسیون د رییس په ټاکنه کې د اجرایي ریاست د غبرګون په وړاندې تر اوسه څه نه دي ویلي.

د افغانستان د ازاد اوعادلانه انتخاباتو موسسې یافیفا د انتخاباتي اصلاحاتو کمېسیون ته سپارښتنه کوي چې له هر ډول سیاسي فشار پرته باید په بې طرفه ‌ډول خپل کارونه پرمخ یوسي او په کمېسیون کې شته اختلافات له منځه یوسي.

د دې ادارې غړي محمد نعیم اصغري وویل چې حکومت باید د انتخاباتي اصلاحاتو لپاره ریښتنی کاروکړي:

"حکومت باید د انتخاباتي اصلاحاتو لپاره ریښتنی کار وکړي؛ د انتخاباتي اصلاحاتو کمېسیون باید له هر ډول سیاسي او حکومتي فشار پرته خپل کارونه په بې پرې ډول پرمخ یوسي او حکومت باید د کمېسیون په کارونو کې مداخله ونه کړي؛ حکومت باید د الکترونیکي تذکرو ویش پیل او د رایې ورکوونکو فهرست ترتیب کړي؛ د انتخاباتو د نېټې د اعلان او هم دارنګه د ولسوالیو د شوراګانو د انتخاباتو په اړه وروستی تصمیم ونیول شي."

په همدې حال کې د انتخاباتو څارونکي بنسټونه وایي؛ که دغه کمیسیون ته لازم صلاحیتونه ورنه کړل شي؛ نو ښایي د انتخاباتي اصلاحاتو پروسه له ستونزو سره مخامخ شي.

د انتخاباتو څارونکي بنسټونو سره له دې چې د انتخاباتي اصلاحاتو کمیسیون ته د زیاتو صلاحیتونو په ورکولو ټینګار کوي او وایي، دا کمیسیون باید د اصلاحاتو واک ولري نه د مشورې.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG