د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳ کب ۱۳۹۸ کابل ۰۸:۴۴

جنرال افضل لودین د دفاع وزیر په توګه ولسي جرګي ته معرفي کیږي


جنرال افضل لودین

جنرال افضل لودین به ډیرژرد دفاع وزارت د کاندید وزیرپه توګه ولسي جرګي ته معرفي شي.

دا خبره د جمهوري ریاست ویاند اجمل عبید عابدي ازادۍ راډيوته وکړه.

د ولسي جرګې اداري پلاوي دفاع وزارت ته د کاندید وزیر له معرفي کېدو د هرکلي ترڅنګ وايي، ولسمشر ورسره ژمنه کړې چې ډېرژربه لوی څارنوالۍ ته هم کاندید ولسي جرګې ته ورمعرفي کړي.

بلاخره له یوه اوږده ځنډ وروسته حکومت په دې وتوانېده چې دفاع وزارت ته هم کاندید وزیراعلان کړي.

د ولسمشر ویاند اجمل عبید عابدي د دوشنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل چې حکومت دفاع وزارت ته جنرال افضل لودین کاندید کړی.

له جمهوري ریاست نه په خپره شوې اعلامیه کې هم ویل شوي چې ډېرژربه ښاغلي لودین په رسمي توګه ولسي جرګې ته د باور رای اخیستو لپاره معرفي شي.

وړاندې په اعلامیه کې راغلي ارکان حرب ډګرجنرال افضل لودین یو مسلکي کس دی او له دې وړاندې یې د دفاع وزارت په بېلابېلو پستونوکې کارکړی او په دې وروستیوکې د ملي امنیت په شورا کې د پوځي سلا کار دنده درلودله.

حکومت د تېرې چهارشنبې په ورځ شپاړس کاندید وزیران ولسي جرګې ته د باور رایو د اخیستو لپاره ور معرفي کړل.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې دویم مرستیال نذیر احمدزی په دې حساسو شرایطو کې دفاع وزارت ته د کاندید وزیر معرفي کېدل یو نیک اقدام ګڼي:

″تر اوسه په رسمي ډول موږ ته نه دی معرفي شوی، ولسمشرموږ سره ژمنه کړې وه چې دفاع وزارت او لویي څارنوالۍ ته کاندیدان به په لنډو ورځو کې ولسي جرګې ته معرفي شي.

موږ هم په دې اړه خبرې شوي یو، د افضل لودین معرفي کول موږ یو نیک فال ګڼو په دې سره به امنیتي او د کابینې کار بشپړ شي، کله چې موږ ته اسناد را ورسېدل موږ به یې په اړه تصمیم ونیسو.″

د ولسي جرګې د ریسانو کمیټې پریکړه کړې چې د چهارشنبې له ورځې به درې درې کاندید وزیران خپلې غونډې ته ورغواړي او پروګرامونه به تشریح کوي.

اوس څرګنده نه ده چې په نویو ورپیژندل شویو کاندید وزیرانوکې به څومره د ولسي جرګې د غړیو باور ترلاسه کړای شي.

د یادونې ده چې له تېرو اوو میاشتو راهیسي د افغانستان د حکومت اولس وزارتونه د سرپرستو وزیرانو له خوا اداره کیږي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG