د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۱

عبدالله: د مظاهرو پرمهال باید د امنیتي ځواکونو لارښوونو ته جدي پام وشي


د افغان حکومت اجراییه رییس وایي چې د مظاهرو پرمهال باید د امنیتي ځواکونو لارښوونو ته پام وشي؛ ترڅو د ناوړو پیښو مخه ونیول شي.

په خوست کې له وروستۍ خونړۍ پیښې وروسته افغان چارواکي ټينګار کوي چې د مظاهرو پرمهال باید د افغان امنیتي ځواکونو لارښوونو ته جدي پام وشي.

د افغان حکومت اجرایي مشر عبدالله عبدالله وايي؛ که چېرې د مظاهرو پرمهال امنیتي چارواکي خبر نه شي؛ نو دا کار به نور ناوړه عواقب هم ولري.

ښاغلي عبدالله دا خبرې د دوشنبې په ورځ د وزیرانو شورا غونډې ته د وینا پرمهال وکړې:

"په هغو مواردو کې چې مظاهرې ترسره کیږي؛ د قانون په چوکاټ کې دا یوه ډيره مهمه مساله ده چې د امنیتي ځواکونو خبرو ته توجه وشي؛ په کومو ځایونو کې چې د امنیتي ځواکونو له خوا راپور ورکول کیږي چې ګواښ موجود دی او که چېرې د هغو خبرو ته پام ونه شي؛ نو دا به ناوړې پایلې ولري."

ښاغلي عبدالله دا خبرې په خوست ولایت کې د پنجشنبې ورځې د هغې زړه بوګنونکي پیښې په ارتباط وکړې چې د یوې مظاهرې پرمهال د چاودنې له امله ۲۰ تنه ووژل شول او ۶۲ نور ټپیان شول.

دا مظاهره د ادارې فساد د زیاتېدو او د خوست ولایت د سرپرست والي عبدالجبار نعیمي او یو شمېر نورو ځايي چارواکو پر ضد شوې وه.

په عین حال کې د حکومت اجرایه مشر وویل چې د دې پیښې د څيړنې لپاره تیره ورځ یو پلاوی هم د جمهوري ریاست له خوا خوست ولایت ته لیږل شوی.

سره له دې چې د دې پیښې مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی؛ خو د افغانستان د ملي امنیت ریاست د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې یاده حمله د حقانې شبکې له خوا پلان شوې وه.

په عین حال کې د کورنیو چارو وزارت هم له ټولو هغو اورګانونو چې مظاهرې تنظیموي غواړي چې د مظاهرې له جوړېدو ۲۴ ساعته مخکې پولیس په جریان کې کړي.

د دې وزارت ویاند صدیق صدیقي ازادي راډيو ته وویل چې په دې اړه یوه کړنلاره هم جوړه شوې ده.

نوموړي وویل چې دا موقتي کړنلاره د امنیت شورا له خوا تصویب شوې ده:

"د قانون په اساس د افغانستان پولیس باید ۲۴ ساعته مخکې له مظاهرې څخه په جریان کې وي؛ ترڅو پولیس وکولای شي چې پرسونل وګماري او امنیت تامین کړي؛ همدارنګه د پولیسو مشورو ته باید غوږ ونیول شي او د دې موقتي کړنلارې په اساس کوم ځایونه چې تنظیم شوي دي؛ نو خلک باید په همدې اساس خپلې مظاهرې ترسره کړي."

یو شمیر افغان څيړونکي هم ټینګار کوي چې مظاهرې ډيری وخت په عامو ځایونو کې ترسره کیږي او کشفي او امنیتي اورګانونه باید د خلکو د امنیت د خوندیتوب لپاره جدي هڅې وکړي.

دوی وایي، د مظاهرې ضد پولیس کولای شي چې مظاهره له ګډوډیو را وګرځوي او د ممکنه ترورویستي پیښو مخنیوی وکړي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG