د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۶

په سلګونه کسان د کوکنارو نېښ وهلو لپاره جنوبي سیمو ته تللي


د افغانستان په جنوب کې د تاریاکو د شیرې اخیستلو فصل نږدې شوي او د نېښ وهلو لپاره هره ورځ په سلګونه ځوانان له کاونډي پاکستان او نورو سیمو دغه ولایتونو ته راځي.

د کندهار - هرات پر لویه لار په هر یو ساعت کې یو ټونس موټر چې له شاوخوا شل کسانو ډک دی؛ د هلمند مرکز لښګرګاه ته روان دی.

په موټر کې ټول سپاره کسان د غزني او زابل او سیدونکي او د کاونډي پاکستان د دیني مدرسو طالبان دي.

دوی ټول هلمند او فراه ولایتونو ته د کوکنارو دنېښ وهلو لپاره ځي.

په دغه کسانو کې چې ځني تنکي ځوانان دي؛ وايي چې نېستۍ په سر اخستي او د مجبوریت څخه نېښ وهي.

"موږ مجبوره یو بله خواري نسته په دغه نیښ کې لا یو پنځه روپۍ پیدا کو لای سو."

چارواکي وايي چې دوی ته داسې راپورونه ور رسیدلي چې په پاکستان کې دیني مدرسې رخصت شوي او طالبان يې افغانستان ته دنېښ وهلو لپاره راغلي.

د هلمند او فراه ترڅنګ میوند د کندهار هغه ولسوالۍ ده چې نسبتاً زیات تاریاک په کې کرل شوي دي.

د دغه ولسوالۍ ولسوال حاجي عبیدالله وايي چې دوی د کوکنارو اړولو کمپاین پیل کړی؛ خو دولت ورته امر نه دی کړی چې نېښګر ونیسي.

"د تاریاکو په ماتولو تاریاک نه ورکیږي؛ ښه طریقه دا ده چې د نېښګرو مخنوی وسي."

په کندهار کې د کوکنارو د مخنوي لپاره د فوډ زون پروګرام د دوکلونو لپاره دوام لري چې هدف يې د کوکنارو د نه کرلو په بدل کې د بزګرانو سره مرسته ده.

خو چارواکي د کوکنارو په مخنوي کې دغه پروګرام اغیرمن نه بولي.

راپور : محمدصادق رښتینی

XS
SM
MD
LG