د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۳

اعجاز خټک: پاکستان دې د خپل او سيمې امن لپاره د يمن په جګړه کې اړخ نه اخلي


په داسې حال کې چې له يوې خوا په دې وروستيو کې په منځني ختيځ کې سياسي بې ثباتي رامنځته شوې او حوثي ياغيانو په يمن کې د قانوني ټاکل شوي حکومت پرضد بغاوت پيل کړى او له بلې خوا بيا د سعودي عربستان په مشرۍ په يمن کې د حوثي ياغيانو په ضد يوعرب اېتلاف رامنځته شوى او په دې هېواد کې يې د دغو باغيانو پر ضد عمليات يې هوايي بريدونه پيل کړي، چې لا تردې دمه دوام لري.

سعودي عربستان همداراز له پاکستانه غوښتي، چې په عرب اېتلاف کې برخه واخلي او په يمن کې د حوثي ياغيانو پر ضد په پوځي عملياتو کې ورسره پوځي مرسته وکړي.

په عين حال کې د پاکستان حکومت بيا بيا ويلي، چې د سعودي عربستان ځمکنۍ بشپړتيا ته د ګواښ پېښېدو په صورت کې به له دغه هېواد سره اوږه پر اوږه ودرېږي او د خپلې خاورې په څېر دفاع به يې وکړي.

که څه هم پاکستان تر دې دمه سعودي عربستان ته د پوځ د لېږلو پرېکړه نه ده کړې، خو د نواز شريف حکومت په دې اړه ددې هېواد له سياسي ګوندونو سره سلا مشورې پيل کړي.

پېښور کې زموږ همکار ذبيح الله شفق د سياسي او سيمه ييزو چارو له څارونکي او په پېښور پوهنتون کې د نړېوالو اړيکيو د پوهنځي له استاد پروفيسر اعجاز خټک سره د يمن په اوسني وضعيت، د دغه هېواد په جګړه کې د پاکستان پر رول او همدراز او پر پاکستان، افغانستان او سيمې د يمن د جګړې په اغېزو او نورو اړوندو مسئلو خبرې کړي، چې په لومړي سر کې يې ترې پوښتلي، چې د يمن په اوسني وضعيت کې بايد پاکستان څه ډول رول ولوبوي؟

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:05:27 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG