د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۴

له افغانستانه د اوباما ورو پر شاتګ خپلې پايلې لري


نړېوالو رسنیو په افغانستان کې د کوریا د فعالیت او له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه مطالب خپاره کړي دي.

کوريا ټايمز:

کوريا ټايمز ورځپاڼې په افغانستان کې د کوريا د يوه روغتون په اړه ليکلي دي. په دې مقاله کې راغلي چې د افغانستان د پروان ولايت په بګرام ښار کې خلک حتی له کابله د امریکايي ځواکونو په اډه کې د کوريا له خوا جوړ شوي روغتون ته ځي.

مقاله وايي، که څه هم په کابل کې روغتونونه شته، د کوريايانو روغتون ته ورتلونکي خلک په دې روغتون کې د وړيا درملنې لپاره ۷۰ کيلومتره مزل کوي او د لارې ستونزې پر ځان تېروي.

مقاله په کوريا کې افغان سفير محمد سليم صايب له خولې وايي چې د کوريايانو د ښو کاري اخلاقو له کبله دوی د افغانانو زړونه لاسته راوړي دي.

همداراز کوريا ټايمز ورځپاڼه په سيول کې د اينجو پوهنتون د پايک روغتون د بګرام څانګې د رييس "چو ينګ ګیو" هغه خبره را اخيستې چې وايي؛ دا احترام له دواړو لورو شته.

مقالې د ګيو له خولې ليکلي چې هغه کارکوونکي چې په افغانستان کې د خپلې دندې له بشپړېدو وروسته بېرته سيول ته تللي؛ افغانستان يې ياديږي او دا ځکه چې دوی له هغه ځايه ښې خاطرې لري او د افغان ناروغانو د درملنې او له افغان همکارانو سره د کار کولو ښې تجربې لري.

مقاله زياتوي چې کوريايان د يو کال بشپړېدو وروسته له بګرامه ځي؛ خو په خپله خوښه بيرته راځي.

واشنګټن ټايمز:

واشنګټن ټايمز ورځپاڼې "له افغانستانه د اوباما ورو پر شاتګ خپلې پايلې لري" په عنوان يوه مقاله خپره کړې ده.

واشنګټن ټايمز ليکي، د امریکا ولسمشر باراک اوباما له افغانستانه د وتلو په اړه واضح ښکاري. اوباما په افغانستان کې د خپل هیواد د نظامي عملياتو د پای په اړه د تېر کال د ډسمبر په مياشت کې اعلان وکړ او اوسمهال په افغانستان کې لس زره امريکايي سرتيري پاته دي.

د ليکوال په وينا، له دې سره چې ډېر کار ته اوس هم اړتيا شته او په حقيقت کې امریکا په افغانستان کې لاسته راوړنې درلودې؛ خو له دې کبله چې اوباما غواړي له افغانستانه امریکايي سرتيري وباسي؛ په دې هېواد کې پرمختګونه بېرته له لاسه تلای شي.

واشنګټن ټايمز زياتوي، له افغانستانه د امريکايي پوځيانو د ايستلو د پروسې ځنډ د اوباما له خوا يوه ښه پرېکړه ده؛ خو د هغه لپاره هم دا تصميم ډېر کم او ناوخته دی؛ نو ځکه اوس هم د امریکايي سرتيرو د وتلو پروسه دوام لري.

ورځپاڼه همداراز زياتوي، تېر کال ډېری خلک هيله من وو چې د امنيتي تړون له لاسليک سره به په افغانستان کې د امريکايي سرتيرو حضور وساتل شي؛ خو نن دا هيله بې ځايه ښکاري ځکه چې ولسمشر اوباما غواړي د ۲۰۱۷م کال تر پايه له افغانستانه ټول امريکايي سرتيري وباسي.

د واشنګټن ټايمز په باور، دا په دې مانا دی چې افغانستان به هم د منځني ختيځ د هېوادونو په څېر چې د ولسمشر اوباما له تصميم سره سم يوازې پرېښودل شول؛ په يوه خطر واوړي.

ورځپاڼې د بيلګې په توګه ويلي چې ولسمشر اوباما په ۲۰۱۱م کال کې ټول امريکايي سرتیري له عراقه و ايستل چې په پايله کې يې عراق اوس د اسلامي دولت ډلې له خطر سره مخامخ دی.

د راپور ليکوال دا پوښتنه مطرح کړې ده چې ايا له افغانستانه د امريکايي سرتيرو له وتلو وروسته به د اسلامي دولت سخت دريځې له طالب مشرانو سره يو ځای خپل هدف پر مخ نه وړي؟ د ليکوال په وينا د دې دواړو ډلو تر منځ داسې همکاري ليري نه ښکاري ځکه چې داسي همکاري په حقيقت کې له مخکې پيل شوې ده.

XS
SM
MD
LG