د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۵

د انتخاباتي اصلاحاتو د کمیسیون غړي په خپله کاري لایحه کې د تعدیل غوښتنه کوي


د انتخاباتي اصلاحاتو د کمیسیون مرستیال صدیق الله توحیدي
د انتخاباتي اصلاحاتو د کمیسیون مرستیال صدیق الله توحیدي

د انتخاباتي اصلاحاتو د کمیسیون غړي وايي؛ د دندو هغه لایحه باید تعدیل شي چې حکومت دوی ته ورسپارلې ده.

که څه هم د انتخاباتي اصلاحاتو د کمیسیون له جوړېدو څه باندې دوې اونۍ تیریږي؛ خو د دغه کمیسیون پر ترکیب د اختلافاتو له امله یې تر اوسه عملا کار نه دی پيل کړی.

د یاد کمیسیون غړي د حکومت له لوري دوی ته د ورکړل شوي کاري لایحې د تعدیل غوښتنه لري.

د انتخاباتي اصلاحاتو د کمیسیون مرستیال صدیق الله توحیدي د یکشنبې په ورځ آزادي راډیو ته وویل چې که دا کار ونه شي؛ نو دغه کمیسیون به یوازې مشورتي بڼه ولري:

"زما باور دا دی چې، که د دغه کمیسیون د دندو لایحه تعدیل نه شي؛ نو دا به یو بې صلاحیته او مشورتي کمیسیون وي او د دغې لایحې پر اساس به حکومت مجبوره نه وي چې د یاد کمیسیون ټول وړاندیزونه ومني."

ښاغلی توحیدي وايي، دوی ته د ورکړل شوي لایحې له مخې د دغه کمیسیون غړي باید د انتخاباتي اصلاحاتو لپاره خپل وړانديزونه د اجرایي رییس په واسطه ولسمشر ته ولیږي او وروستۍ پریکړه ولسمشر وکړي.

دی وايي، که ولسمشر او اجرایي رییس د انتخاباتي نظام اصلاح غواړي؛ نو باید د کمیسیون د ترکیب په سر خپل اختلافات پای ته ورسوي.

افغان ولسمشر امریکا ته تر سفر مخکې د یوه فرمان له لارې د انتخاباتي اصلاحاتو د کمیسیون غړي و ټاکل چې د ملګرو ملتونو د یوه استازي په ګډون شمېر یې پنځلو کسانو ته رسیږي.

د دغه فرمان له مخې، شکریه بارکزی د یاد کمیسیون رییسه او صدیق الله توحیدي یې مرستیال دی.

خو د حکومت اجرایه ریاست وايي چې د دې کمیسیون د رییس پر ټاکل کېدو ملاحظات لري او دا کار د ولسمشر او اجرایي رییس د پریکړې خلاف بولي.

جمهوري ریاست د انتخاباتي اصلاحاتو د کمیسیون د رییس په ټاکنه کې د اجرایي ریاست د غبرګون په وړاندې تر اوسه څه نه دي ویلي.

په همدې حال کې د اکسین یا د انتخاباتو لپاره د مدني ټولنې شبکه وايي؛ که د انتخاباتي اصلاحاتو کمیسیون لازم صلاحیتونه و نه لري؛ نو ښایي په انتخاباتي نظام کې لازم اصلاحات رهبري نه شي کړای.

د دغه شبکې رییس جانداد سپین غر وايي:

"اوس اندیښنه دا ده چې که کمیسیون لازمه توانایي او صلاحیتونه ونه لري او د تخصص ستونزه له مدني ټولنو سره د همکارۍ له لارې حل نه کړي؛ نو اندیښنه شته چې که کمیسیون داسي وي؛ و به نه شي کړای لکه څنګه چې تمه کیږي؛ اصلاحات رهبري کړي."

د انتخاباتي اصلاحاتو کمیسیون د انتخاباتو په قانون کې د بنسټيزو اصلاحاتو او دغه راز د انتخاباتي کمیسیونونو په ترکیب کې د تغیراتو د راوستلو دنده لري.

د انتخاباتو څارونکي بنسټونو سره له دې چې د انتخاباتي اصلاحاتو کمیسیون ته د زیاتو صلاحیتونو په ورکولو ټینګار کوي؛ وايي چې که د دغه کمیسیون په ترکیب کې بې طرفه کسانو ته هم ونډه ورنه کړل شي؛ نو د دوی د کار نتایج به هم د خلکو لپاره د منلو وړ نه وي.

XS
SM
MD
LG