د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۰

ملي امنیت په افغانستان کې د بهرنیو جنګیالیو د شمېر په اړه م.م راپور رد کړ


د ملي امنیت لوی ریاست ویاند حسیب صدیقي
د ملي امنیت لوی ریاست ویاند حسیب صدیقي

د افغانستان د ملي امنیت ریاست وايي؛ د اسلامي دولت وسله والې ډلې او بهرنینو جنګیالیو شتون د افغانستان لپاره یو ګواښ دی.

د افغانستان د ملي امنیت ریاست په دغه هېواد کې د بهرنیو جنګیالیو شتون مني؛ خو په دې اړهد ملګرو ملتونو په راپور کې ورکړل شوي ارقام نه تایدووي.

د ملي امنیت ریاست ویاند حسیب صدیقي په دې اړه ازادۍ راډیو سره په خبرو کې د دغو جنګیالیو شتون افغانستان ته ګواښ وګڼلو او ویې ویل چې دوی په بیلابیلو عملیاتو کې یو شمېر دغه مشهور جنګیالي نیولي او وژلي دي:

"په داعش ډلې پورې تړلي جنګیالي په افغانستان کې شته؛ خو کوم ارقام چې ملګرو ملتونو په خپل راپور کې ورنه یادونه کړې؛ موږ یې نه تایدوو، د دوی فعالیتونه لکه نورې تروریستي ډلې د افغانستان لپاره یو ګواښ دی؛ موږ په یو لړ عملیاتو کې د دوی مهم مشران نیولي او وژلي دي، ان د دغې ډلې ویاند او په جنوب کې د دوی یو مهم مشر."

د ښاغلي صدیقي په وینا د پاکستان د پوځي عملیاتو په ترڅ کې د دغو جنګیالیو یو شمېر مشران چې بهرنیان دي؛ د افغانستان سرحدونو ته راننوتي دي.

د ملګرو ملتونو په یو تازه راپور کې ویل شوي چې دا مهال افغانستان د بهرنیو جنګیالیو لپاره په یو پټنځای بدل شوی دی او له شپږ زرو څخه زیات بهرني جنګیالي په دغه هیواد کې وسله وال فعالیت لري.

د افغانستان کورنیو چارو وزارت هم دغه ارقام نه دي تاید کړي؛ خو ویلي یې دي چې په ویره اچونې او تروریستي فعالیتونو کې بهرنیان ښکیل دي.

افغان امنیتي کارپوهان هم په افغانستان کې د دغو جنګیالیو شتون مني او دا د هیواد د امنیت لپاره یو ګواښ بولي.

افغان امنیتي کارپوه میرزا محمد یارمند په دې اړه ازادۍ راډیو ته وویل:

"بهرني جنګیالي په افغانستان کې پخوا هم وو؛ خو ډېر نه. اوس چې په وزیرستان او خیبر ایجنسي کې عملیات پیل شوي؛ هغوی تښدلي او افغانستان ته راغلي او دا یوه څرګنده خبره ده چې دا لوی تهدید دی."

افغان امنیتي کارپوهان دا هم وايي چې په سرحدونو کې د دواړو هېوادونو پوځي عملیات باید همغږي وي او کله چې د یوه هیواد له خوا پوځي عملیات کېږي؛ نو بل غاړه باید حمايوي عملیات وکړي؛ تر څو په دې توګه د وسله والو د پتنځایونو د جوړولو مخه ډب شي.

په افغانستان کې د اسلامي دولت ډلې د وسله والو د شتون اوازې چې بهرني جنګیالي هم په کې موجود دي؛ په دې ورستیو کې تودې او د افغانستان د امنیتي ارګانونو له خوا هم منل شوي دي.

XS
SM
MD
LG