د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۰

انیس: پر لویو لارو وروستیو برمته نیونو اندیښنې زیږولي دي


د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو د ځينو نورو مطالبو ترڅنګ پر لویو لارو د سړي تښتونو پر پیښو او د سرپرستانو له خوا ولایتونو او ځينو ادارو ته د را ټوکیدلو ستونزو په اړه تبصرې کړي دي.

انیس:

انیس دولتي ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکلي چې پر لویو لارو او د ځینو ولسوالیو پر مواصلاتي لارو وروستیو برمته نیونو اندیښنې زیږولي دي.

ورځپاڼې په دې سرمقاله کې لیکلي چې دا ډول پیښې د ځینو بهرنیو استخباراتي کړیو له خوا کیږي او هدف یې دا دی چې د افغانانو ترمنځ د ملي وحدت روحیه کمزورې کړي.

په مطلب کې راغلي افغانان باید د دې پیښو په وړاندې خپله هوښیاري له لاسه ورنه کړي او د دفع کولو لپاره یې باید له غوره کار واخلي.

سرنوشت:

سرنوشت خپلواکې ورځپاڼې بیا په زابل کې د ۳۱ تښتول شوو کسانو په اړه د ولسي جرګې د غړي عباس ابراهیم زاده خبرداري ته اشاره کړې چې ویلي یې دي؛ که دا مسافر ازاد نه شي، حکومت به د مدني حرکتونو له لارې چپه کړي.

په دې مطلب کې لیکل شوي چې دا خبرداری په مزار شریف کې د یوه لاریون په ترڅ کې ورکول شوی او لاریون کوونکو د بلخ په شولګرې ولسوالۍ کې هم د لسو تښتول شوو کسانو د خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.

د ورځپاڼې د لاریون کوونکو په حواله لیکلي چې خلکو د ملي وحدت حکومت مشرانو ته رایه ورکړې او اوس د ستونزو په وړاندې اقدام ورڅخه غواړي.

ملي ارمان:

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې بیا په یوه مطلب کې د سرپرست والیانو له خوا پيدا شوو ستونزو ته اشاره کړې او لیکلې یې دي چې والیانو او امنیې قومندانانو ته نږدې کسان په ولایتونو کې له خلکو په یوه او بل نوم پیسې اخلي.

په مطلب کې د ولسي جرګې د مشر عبدالروف ابراهیمي هغه خبره را اخیستل شوې چې ویلې یې دي؛ سرپرستانو بیت المال له تاراج سره مخ کړی دی.

ملي ارمان په یوه جلا مطلب کې لیکلي چې ولایتونو ته د نه پاملرنې له امله په خوست کې مظاهره وشوه او هماغه وو چې د انتحاري حملې هدف وګرځیده او لسګونه کسان په کې مړه او ټپیان شول.

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپاڼې هم په دې اړه مطلب کې د ولسي جرګې اندیښنه را اخیستې او ویلي یې دي چې ملي وحدت حکومت د تیر کال په میزان میاشته کې جوړ شو؛ خو تراوسه یې یوازې درې والیان ټاکلي دي.

ورځپاڼې په دې مطلب کې لیکلي، په ولایتونو کې وروستیو ناامنیو ته هم د سرپرست والیانو او امنیې قومندانانو د خپل خپلوانو له خوا په کې وهل کیږي.

XS
SM
MD
LG