د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۶

خيبر پښتونخوا ته په بورس تللي افغان محصلين له ستونزو سره مخ دي


د خيبر پښتونخوا په بېلابېلو پوهنتونونو کې ګڼ شمېر هغه افغان محصلين چې افغان دولت د پاکستان په رسمي بورسونو د دې ايالت يو شمېر پوهنتونونو ته رالېږلي؛ شکايت کوي چې له تېرو څو مياشتو راهيسې ورته حکومت د بورس ټاکلې روپۍ په خپل وخت نه دي ورکړي چې له امله يې دوى له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

دوى وايي، په لومړي سر کې ورته ويل شوي وو چې دوى ته به د بورس ټاکلې روپۍ د هر سمسټر په پيل کې ورکول کېږي؛ خو په وينا يې چې اوس ورته دا روپۍ آن د سمسټر تر پايه هم نه دي ورکړل شوي.

د دوى په خبره، که په پاکستان کې د افغان سفارت او په خيبر پښتونخوا کې د افغان قونسلګرۍ چارواکي د دوى دغې ستونزې ته پاملرنه ونه کړي؛ نو ښايي زده کړې نيمګړې پاتې او بېرته هېواد ته ستانه شي.

د پېښور پوهنتون د بېلابېلو پوهنځيو ځينو افغان محصلينو له ازادي راډيو سره په خبرو کې خپلې ستونزې په دې ډول بيان کړې:

"۱- راحت الله خپلواک يم. موږ محصلين له زياتو ستونزو سره مخامخ يو. غټه ستونزه دلته د محصل د ځاى پر ځاى کېدو مساله ده. هغه افغان محصلين چې دلته راځي، هغوى ضرورت لري چې د پوهنتون په ماحول کې واوسېږي؛ خو په تاسف سره بايد ووايم چې دوى ته ليليله په وخت نه ورکول کېږي. بله ستونزه د سکالرشپونو ده. پېنځه مياشتې کېږي، چې زموږ سکالرشپونه نه دي راغلي. لومړى سمسټر مې خلاص شو، دا دى دويم مې هم په خلاصېدو دى، خو تراوسه پورې سکالرشپ نه دى راغلى.

٢- صفي الله يم. موږه دلته شپږ مياشتې کېږي چې راغلي يوو؛ خو تراوسه پورې موږ ته سکالرشپ نه دى ميلاو شوى. موږ له اړوندو ادارو درخواست کوو چې موږ ته سکالرشپ راکړي؛ ځکه چې خرچې زموږه دومره زياتې شوي چې اقتصادي مشکلات رامنځته شوي. اوس موږ دې ته مجبور شوي يو چې سکالرشپ پرېږدو او بېرته افغانستان ته لاړ شو."

کله مو چې په دغه پوهنتون کې د افغان محصلينو د اتحاديې له مشر ډاکټر ابراهيم ځاځي څخه وپوښتل چې د افغان محصلينو د ستونزو د اواري لپاره يې کوم اقدامات کړي، نو ويې ويل:

" زه د پېښور او اګريکلچر پوهنتونونو وايس چانسلرانو ته ورغلى وم او له هغوى سره مې د افغان محصلينو ستونزې مطرح کړې؛ خو هغوى ماته وويل چې تاسو بايد خپلې ستونزې قونسلګرۍ او سفارت ته ووايئ او هغوى ته په کار دي، چې هغوى موږ ته راشي، موږ به ستاسو له چارواکيو سره ستونزې مطرح کړو او حل لار به يې ولټوو."

په خيبر پښتونخوا کې د افغان محصلينو ستونزې مو په پېښور کې له افغان قونسل سيد محمد ابراهيم خېل سره شريکې کړې.

نوموړي ازادي راډيو ته وويل، که څه هم له تېرو څو مياشتو راهيسې د افغان محصلينو د بورس روپۍ ځنډېلې وې؛ خو دا ستونزه يې له اړوندو چارواکيو سره شريکه کړې او هغوى ورته دستونزې د ژر اواري ډاډ ورکړى:

"اصلي مشکل په اسلام اباد کې د IPC په اداره کې و؛ هلته تقريباً دا سکالرشپونه دوه درې مياشتې بلکې له هغې نه هم ډېر زيات وځنډېده، خو بالاخره سفارت پرې ډېر فشار راوستلى و؛ ملاقاتونه يې وکړل، ځکه چې دا مساله يواځې د پېښور نه وه، بلکې په ټول پاکستان کې محصلينو ته سکالرشپ نه و تللى؛ خو اوس د افغان محصلينو د سکالرشپ روپۍ رارسېدلي دي او موږ ته يې په دې اړه اطمېنان راکړى دى."

د يادونې وړ ده، چې که څه هم له افغان سفارت او قونسلګرۍ سره په پاکستان کې د افغان محصلينو د کره شمېر په اړه معلومات نشته؛ خو دخيبر پښتونخوا د افغان محصلينو اتحاديې د چارواکيو په وينا، يواځې په پېښور کې د پاکستان د دولت له خوا د رسمي بورس لرونکيو محصيلينو شمېر نزدې 500اوپه ټول پاکستان کې دا شمېر شاوخوا 1700 ته رسېږي.

راپور: ذبيح شفق

XS
SM
MD
LG