د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۲۴

وقاد وايي حکومت باید د سولې عالي شورا پر جوړښت غور وکړي


د افغانستان د سولې عالي شورا وايي؛ د حکومت له مخالفانو سره تر خبرو د مخه دې ته اړتیا ده چې د دې شورا پر جوړښت غور وشي.

په داسې حال کې چې افغانان د سولې د خبرو د پيل لپاره شیبې شمېري؛ د سولې د عالي شورا مسوولان وايي چې د سولې له خبرو دمخه دې حکومت د دغې شورا جوړښت ته بیا کتنه وکړي.

د دغې شورا غړی قاضي محمد امین وقاد وايي چې لا اوس هم د سولې د عالي شورا اجراییه هیت د پخواني تشکیلاتو له مخې فعالیت کوي.

ښاغلي وقاد د شنبې په ورځ آزادي راډيو ته وویل چې د سولې په اړه به هغه وخت ګټور ګامونه پورته شي چې ولسمشر د سولې په عالي شورا کې د اصلاحاتو په اړه خپلې ژمنې عملي کړي:

"د سولې په اړه چې یو حیاتي امر دی؛ د افغانانو تمه دا ده چې ولسمشر او اجراییه رییس د خپلو پخوانیو ژمنو په اړه په دې لار کې یو ګام پورته کړي؛ تر دې دمه د سولې د شورا اجرایي هیات په خپل پخواني تشکیل برحال دی؛ ولسمشر هیله مند دی چې په راتلونکې اوونۍ کې د سولې له شورا سره یو یا څو لیدنې ولري او هغه تجدید چې په پام کې یې لري؛ هغه وروستۍ کړي ترهغې وروسته موږ کولای شو ګام پورته کړو."

ښاغلي وقاد زیاته کړه، هیله مند دی چې د سیمې هیوادونه، نړیواله ټولنه او وسله وال مخالفین به د سولې له خبرو سره همکاري وکړي.

تازه راپورونه خپاره شوي چې وايي؛ په روانه اوونۍ کې به په دوبۍ کې د سولې په اړه خبرې پیل شي.

خو یو شمېر حکومتي سرچینې وايي؛ پاکستاني چارواکو ډاډ ورکړی چې تر دوو راتلونکو اونیو پورې به طالبان د خبرو میز ته حاضر کړي؛ خو تر دې دمه له طالبانو سره هیڅ ډول خبرې نه دي شوي.

دغه سرچینه وایي، له طالبانو سره د افغان حکومت له لوري د سولې د خبرو تماسونه نیول شوي دي.

پخوا تردې یو شمېر حکومتي سرچینو دا هم ویلي وو چې د روان میلادي کال د مارچ په میاشت کې به له طالبانو سره د سولې خبرې پیل شي.

په عین حال کې یو شمېر کارپوهان وايي؛ د دغه بهیر بریالیتوب د یوه متوازن او متناسب میکانیزم جوړېدو ته اړتیا لري.

د افغانستان لپاره د امریکا د ستراتیژیکو مطالعاتو د مرکز مشر روح الله امین آزادي راډیو ته وویل؛ دې ته اړتیا ده چې حکومت د سولې د عالي شورا پر جوړښت او د سولې د پروګرام پر پرمختګ پوره غور وکړي:

"هغه څه چې له وضوح سره په نظر رسیږي؛ دا دی چې د سولېپروسه چې موږ یې لرو ډیرهنمایشي، رواجي او غیر تخصصي ده؛ یوازې د یوه پوښښ په توګه د هغو شیانو لپاره چې موږ پرې نه پوهیږو چې څه دي؛ ترې استفاده کیږي؛ ولې دا چې په راتلونکې کې څنګه کولای شي؛ د دغه کمیسیون برخلیک وټاکي، نوي ابزار تر لاس لاندې ونیسي، ځانګړی مسیر وټاکي او هغه د سولې خبرې چې یوازې د څو نا پيژندل شویو کسانو یا د تړلو دروازو تر شا وي؛ یوازې کافي نه دي، البته د سولې د نورو ابعادو تر څنګ."

خو سره له دې د ملي شورا یو شمیر غړو مدني ټولنو او عامو خلکو ویلي چې حکومت باید د ملي ګټو او دیارلسو کلونو لاسته راوړنو په پام کې نیولو سره د سولې خبرې پر مخ یوسي.

هغوی ټینګار کوي چې حکومت دې د سولې د شورا په جوړښت کې بنسټیز بدلون ته پام وساتي او خپلو ژمنو له مخې دې خلک د سولې د خبرو له پرمختګ څخه خبر کړي.

XS
SM
MD
LG