د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۲

نورستاني: د ولسي جرګې د انتخاباتو ځنډېدل د قانون خلاف عمل دی


د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون مسوولین وايي؛ حکومت د ولسي جرګې د انتخاباتو د ځنډیدو په اړه ورسره هیڅ مشوره نه ده کړې.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون مسوولین وايي؛ د ولسي جرګې د انتخاباتو ځنډېدل د انتخاباتي قوانینو خلاف عمل دی او دغه انتخابات باید پرخپل ټاکلي وخت تر سره شي.

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون مشر احمد یوسف نورستاني د شنبې په ورځ آزادۍ راډیو ته وویل چې حکومت د دغو انتخاباتو د ځنډولو په اړه کمیسیون نه دی پوښتلی.

ښاغلي نورستاني زیاته کړه چې حکومت باید په دې برخه کې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون نظر اخستی وای او خپل دلایل یې هم کمیسیون ته وړاندې کړي وای:

"دانش صاحب لکه چې ولي دی چې د ولسي جرګې انتخابات یو کال وځنډیدل؛ دا زموږ لپاره د تعجب خبره ده، حکومت اقلاً له کمیسیون سره نه خبره او نه مشوره کړې ده چې ووايي؛ موږ دا مشکلات لرو او د دې مشکلاتو په اساس انتخابات بل کال ته وځنډیدل؛ د کمیسیون له نظره دا یو غیرقانوني خبره ده چې بل کال ته ځنډیږي؛ اصلاً باید انتخابات ونه ځنډیږي."

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون رییس زیاته کړه چې دغه کمیسیون د ولسي جرګې او ولسوالیو د انتخاباتو په اړه دوې میاشتې وړاندې یوه طرحه ولسمشر غني ته وړاندې کړې چې تر دا مهاله یې له جمهوري ریاست څخه د هغې طرحې په اړه د تایید او یا هم رد ځواب نه دی تر لاسه کړی.

نورستاني وايي، داسې ښکاري چې حکومت د ولسي جرګې د انتخاباتو د تر سره کېدو لپاره هیڅ ارده نه لري.

د ده په وینا، که افغان حکومت د ولسي جرګې د انتخاباتو لپاره ټینګه اراده لرلای بهرني ډونران هم اماده وو چې په دې برخه کې د حکومت سره مالي مرسته وکړې.

د افغانستان د اساسي قانون او انتخاباتو قانون له مخې د ولسي جرګې انتخابات باید د روان ۱۳۹۴ لمریزکال د ثور د میاشتې په دوهمه نیټه تر سره شي او د همدغه کال د سرطان په لومړی نیټه په خپل کار پیل وکړي.

خو د ولسمشر غني دوهم مرستیال سرور دانش تیره اوونۍ ولسي جرګې ته د نوو کاندید وزیرانو د معرفي کولو پرمهال وویل چې د ولسي جرګې انتخابات به په ۱۳۹۵ لمریز کال تر سره شي.

ښاغلي دانش زیاته کړه چې د انتخاباتي اصلاحاتو کمیسیون د کار تر پیلیدو وروسته به په ۱۳۹۵ کال کې د ولسي جرګې شفاف انتخابات ولرو.

پر همدې مهال د انتخاباتو د څار بنسټ اکسین رییس جانداد سپین غر وايي؛ که د ولسي جرګې په انتخاباتو کې د ځنډ راوستلو هدف د انتخاباتو په بهیر کې د اصلاحاتو راوستل وي؛ نو د ولسي جرګې انتخاباتو ځنډیدل بیا کومه ستونزه نه رامنځته کوي.

"که په انتخاباتو کې ځنډ راځي، له هغه نه مخکي یو لړ اصلاحات په جدي او محسوسه توګه تطبیق شي؛ تر څو هم راتلونکي ټاکني ډاډمني شي او هم د خلکو باور ورغول شي؛ زه فکر کوم که تاخیر د اصلاحاتو پربنسټ وي او یا د اصلاحاتو راوړلو پر بنسټ وي؛ دا به خلکو او هم مدني ټولنو ته د توجه وړي وي؛ خو د اصلاحاتو پرته ځنډ راوړل کیږي؛ هم به قانون نقض کیږي او هم به د خلکو لپاره توجه ونه لري."

د افغانستان په ولسمشریزو او د ولایتي شوراګانو په تېرو انتخاباتو کې تر لانجو او کشالو ورسته مدني ټولنو؛ د انتخاباتو د څار بنسټونو او یو شمېر عامو خلکو هم په انتخاباتي نظام کې د لازمو بدلونونو د رامنځته کولو غوښتنه وکړه.

ویل د ولسي جرګې د انتخاباتو د ځنډ تصمیم هم ښايي همدې موضوع په پام سره نیول شوی وي.

ځکه ډېری په دې باور دي چې که اصلاحات رامنځته نه شي؛ نو خلک په انتخاباتو کې ګډون ونه کړي.

XS
SM
MD
LG