د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۵

ګارډين: په خوست کې د حملې قربانيان زياتره ملکيان وو


یو شمیر لویدیځو ورځپاڼو په خوښت ښار کې د پنجشنبې د ورځې انتحاري حملې په اړه مضمونونه او د پیښې زړه بګنونکې تصویرونه خپاره کړي دي.

نیویارک ټایمز:

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په یوه مضمون کې لیکلي؛ کله چې په افغانستان کې دا ډول حملې کیږی وسله وال مخالفان یې مسوولیت مني او لږ ترلږه یې پړه پر هغوی اچول کیږي. خو دا ځل ځان وژونکې حمله په هغه لاریون کې چې د دولتي چارواکي پر ضد جوړ شوی و؛ وشوه او د طالبانو یوه ویاند وویل چې دا د دوی کار نه دی.

ګارډین:

بریتانیا چاپ ګارډین ورځپاڼې په وروستۍ ګڼه کې لیکلی؛ هغه کسان چې ځان وژونکې حملې پر مخ وړي او یا یې تنظیموي، ادعا کوي چې دوی پر حکومتي چارواکو او یا هم پوځي ځایونو او بهرنیانو حملې کوي. د خوست ښار د حملې اکثر قربانیان ملکیان دي.

ګارډین ریاتوي، د ملګرو ملتونو د ارقامو له مخې په ۲۰۱۴م کال کې په افغانستان کې د ملکیانو مرګ ژوبله په سلو کې ۲۲ زیاته شوې وه.

ډیپلومات:

ډیپلوماټ ورځپاڼې هم د افغانستان په اړه یو مضمون خپور کړی او سرلیک یې ورکړی: "په افغانستان کې مساوي مګر جلا تعلیمي سیسټم."

د مضمون په یوه برخه کې راغلي، د جمهور رییس اشرف غني له ژمنو سره سره، افغانې ښځې او نجونې باید چې د معارف او تعلیم په برخه کې اوږد مزل وکړي.

د ورځپاڼې په باور، په افغانستان کې د شوروي اتحاد له تېري وروسته د دې هېواد په ښونځیو کې جنسي بیلتون روان دی او د طالبانو د واکمنۍ پرمهال نجوني په بشپړ ډول ښوونځیو ته له تلو محرومې شوې وې.

ډيپلومات زیاتوي، د افغانستان په تعلیمي سیسټم کې د جنسي بېلتون حرکت زیاتې ستونزې رامنځ ته کړې او دا ځکه، تعلیمي اداري مجبوریږي چې د نجونو او هلکانو لپاره جلا علمي کادرونه وګماري.

دا کار هم له مالي پلوه او هم د بشري قوې یعنې ښوونکو د استخدام یا ګمارنې له پلوه ګران دی.

ډیپلوماټ ورځپاڼه وړاندې ليکي، د نړېوال بانک احصایه ښیي چې په افغانستان کې له پنځلسو کالو څخه د ټیټ عمر لرونکو نجونو په سلو کې ۳۲ د سواد له نعمته بې برخې دي. دا رقم دغه راز ښیي چې په پاکستان کې هم د ښځو د تعلیم سطحه په ډير بد حالت کې ده او دا هېواد په سیمه کې د ښځو د تعلیم په برخه کې دوهم بد هېواد معرفی شوی؛ خو په افغانستان کې بیا هم د پاکستان په نسبت د بې سواده ښځو یا نجونو شمېر په سلو کې ۲۳ زیات دی.

ورځپاڼه لیکي، په افغانستان کې یو شمېر نجوني په خصوصي مدرسو کې درسونه وایي او د ملایانو له خوا ورته تدریس کیږي. په دې ډول مدرسو کې د لږ عمر لرونکې نجونې ودونو ته هڅول کیږي او په دې توګه په کلیو او بانډو کې زیات شمېر نجونې اړ کیږي چې تعلیم پریږدي او کورني ژوند ته مخه کړي.

XS
SM
MD
LG