د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۲

افغانستان

په لوګر کې د ماین چاودنې اوه تنه ملکیان وژلي دي

په لوګر پرون په سړک کې د یو ځای پر ځای شوي ماین چاودنې اوه کسان ووژل.

د لوګر د والي ویاند دین محمد درویش وویل؛ دا چاودنه د بره کي برک په ولسوالۍ کې پر هغه موټر شوې ده چې د یو ې کورنۍ غړي په کې سپاره وو.

د چارواکو په وینا، په دې برید کې څلور ښځې، دوه ماشومان او یو سړی چې ټول د یوې کورنۍ غړي دي وژل شوي.

که څه هم تر اوسه پورې کوم چا د دې برید پړه نه ده منلې؛ خو د لوګر د والي ویاند وسله وال طالبان د دې ماین په اېښودلو کې پړه بولي.

وسله وال طالبان ډیر کله په لارو کې د حکومتي چارواکو او سرتیرو پر ضد له ماینونو کار اخلي.

په لوګر کې د اوو ملکیانو د وژل کېدو خبر په داسې حال کې ورکول کیږي چې تر دې یوه ورځ مخکې په ګاونډي ولایت خوست کې یوې ځان وژونکي چاودنې یو ویشت کسان ووژل او ګڼ نور یې ټپیان کړل.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

نن د ملاریا له ناروغۍ سره د مبارزې نړیواله ورځ ده

د ملاریا ماشی
د ملاریا ماشی

نن پنجشنبې د اپریل ۲۵ د ملاریا له ناروغۍ سره د مبارزې نړیواله ورځ ده.

د روغتیا نړیوال سازمان، WHO نن په خپله ایکس پاڼه یا پخواني ټویټر کې لیکلي چې د ملاریا په وړاندې د مبارزې نړیواله ورځ یو فرصت دی چې د دغې ناروغۍ د مخنیوي او کنټرول لپاره د دوامداره پانګونې او سیاسي ژمنتیا پر اړتیا تاکید وشي.

دې سازمان ویلي چې په وروستیو کلونو کې د ملاریا د خپراوي مخه یو څه ډب شوې ده.

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو پراختیایي ادارې ویلي وو چې د افغانستان ۲۷ سلنه وګړي په هغو سیمو کې اوسي چې په ملاریا ناروغۍ د اخته کېدو خطر پکې زیات دی.

دې ادارې وضعیت ته په پام د ملاریا ناروغي په افغانستان کې د عامه روغتیا یوه ستونزه بللې وه.

ملاریا هغه وژونکي ناروغي ده چې معمولاً د اوړي په تودو موسمونو کې د یوه غوماشي د چیچلو په وسیله بل کس ته سرایت کوي.

د بې پولې خبریالانو ټولنه: طالبان دې بندیان کړي ۴ خبریالان خوشې او تړلي ۲ تلویزونونه فعالیت ته پرېږدي

ارشیف
ارشیف

د بې پولې خبریالانو ټولنې، RSF په افغانستان کې د څلورو خبریالانو د خوشې کېدو او دوو خصوصي ټلویزیوني چینلونو د فعالیت د بیرته پیلولو غوښتنه وکړه.

دې ټولنې ویلي چې دغه خبریالان او رسنۍ په تېرو څو اوونیو کې په دې هېواد کې د مطبوعاتو د ازادۍ په وړاندې د طالبانو د وروستیو ځپونکو اقداماتو قرباني شوي دي.

د بې پولنې خبریالانو د ټولنې په وینا، د راډیو درې خبریالان د اپریل په ۲۲ په خوست کې په دې تور نیول شوي چې موسیقي یې خپروله او د خپرونو پر مهال یې له ښځینه اوریدونکو ټیلفوني تماسونه ترلاسه کول.

بل خبریال هم په غزني کې د اپریل په ۶ د طالبانو د استخباراتو ادارې له خوا نیول شوی او د اپریل په ۱۶ هم طالبانو د نور او بریا په نومونو دوه خصوصي ټلویوني چینلونه په دې تور چې ملي او اسلامي ارزښتونو ته یې درناوی نه کاوه، بندیان کړل.

د جنوبي اسیا لپاره د بې پولې خبریالانو د ټولنې مشرې سیلیا میرسیر په یوه بیان کې وویل چې د مجازاتو دغه وروستۍ پرېکړې پررسنیو د طالبانو د ځپونکو اقداماتو یو بل ګوزادی او له طالبانو غواړي چې سمدستي دې څلور خبریالان خوشې او دوو ټلویزیوني چیلنونو ته بیرته د فعالیت د پیلیدو اجازه ورکړي.

د بې پولنې خبریالانو د ټولنې په وینا، د راډیو درې خبریالان د اپریل په ۲۲ او یو بل خبریال د اپریل په ۶ د طالبانو د استخباراتو له خوا د افغانستان په دوو ولایتونو کې نیول شوي او د اپریل په ۱۶ هم طالبانو د نور او بریا په نومونو دوه خصوصي ټلویوني چینلونه په دې تور چې ملي او اسلامي ارزښتونوته یې درناوی نه کاوه، بند کړل.

نن د افغانستان پر ۲۴ ولایتونو د بارانونو اټکل شوی

ارشیف
ارشیف

نن د افغانستان په ۲۴ ولایتونو کې د بارانونو د ورېدو اټکل شوی دی.

د طالبانو د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هواپېژندنې ریاست وایي چې په هرات، فراه، نیمروز، هلمند، کندهار، زابل، خوست، پکتیا، لوګر، غزني، دایکندي، ارزګان، غور، بادغیس، فاریاب، جوزجان، سرپل، بغلان، پنجشیر، ننګرهار، کونړ، نورستان، بدخشان او تخار ولایتونو کې د سختونو ورښتونو امکانات شته.

دغو ورښتونو ته بزګران خوشاله دي او خلک وایي چې له دې سره به د ځمکې لاندې اوبو کچه لوړه شي، خو بل لور ته په وروستیو څو اونیو کې ورښتونو او ورسره سېلونو په افغانستان کې د لسګونو کسانو ژوند اخیستی او په اکثر ولایتونو کې یې مالي زیانونه اړولي دي.

افغان شخصیتونو سره د طالبانو د اړیکو کمېسیون: ۸۳۹ بهر مېشتي زموږ په هڅو هېواد ته را ستانه شوي

له ارشیفه د کابل هوایي ډګر تصویر
له ارشیفه د کابل هوایي ډګر تصویر

له افغان شخصیتونو سره د طالبانو د حکومت د اړیکو کمېسیون وایي، د دې کمېسیون له جوړېدو راهیسې تراوسه پورې ۸۳۹ افغان شخصیتونه خپل هېواد ته را ستانه شوي او له خپلو کورنیو خپلوانو سره ارام ژوند کوي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس د راپور له مخې، دې کمېسیون پرون چهارشنبې په یوه بیان کې یو ځل بیا په بهر او په ځانګړې توګه؛ په ګاونډیو هېوادونو کې له مېشتو افغانانو چې په تېر حکومت کې یې نظامي او ملکي دندې ترسره کړې، غوښتنه کړې چې په ډاډه زړه دې خپل هېواد ته را ستانه شي، ځکه د دوی په ادعا ژوند ته یې هیڅ ګواښ نشته.

د کمېسیون په وینا، دوی کولای شي په خپل هېواد کې د نورو افغانانو په څېر خوندي ژوند وکړي او د خپل هېواد په ابادۍ کې ونډه واخلي.

له افغان شخصیتونو سره د تماس کمېسیون بهر میشتو افغانانو ته د بېرته ستنېدو ډاډ داسې مهال ورکوي چې له هېواده بهر؛ په تیره په ګاونډیو هېوادونو، پاکستان او ایران کې د پخواني حکومت یو شمېر پوځیانو او کارکوونکو له ازادي راډیو سره په خبرو کې اندېښنه څرګنده کړې چې که بېرته افغانستان ته ستانه شي یا یې کوربانه هېوادونه په زوره واستوي، هلته به یې ژوند خوندي نه وي.

د ملګرو ملتونو د شمیرو له مخې، د ۲۰۲۱ کال د اګسټ له میاشتې وروسته چې طالبان پر افغانستان بیا واکمن شول، له ۶ لکه زیاتو افغانانو پاکستان ته پناه وړې چې اکثره یې د امنیتي اندېښنو له امله نه غواړي بیرته افغانستان ته ستانه شي.

ازبکستان د ترانزیتي دهلیز د جوړېدو لپاره د طالبانو په ګډون د خبرو کوربه دی

د ازبکستان بیرغ
د ازبکستان بیرغ

د طالبانو د حکومت د ترانسپورت او هوایي چلن سرپرست وزیر حمیدالله آخوندزاده د پنځو هېوادونو له چارواکو سره د خبرو لپاره ازبکستان ته تللی.

د راپورونو له مخې آخوندزاده د روسیې، بیله روس، پاکستان، قزاقستان او ازبکستان له استازو سره د یوه ګډ شپږ اړخیز دهلیز د رامینځته کېدو پر مسلې خبرې کوي.

د طالبانو د ترانسپورت او هوایي چلن وزارت پرون چهارشنبې وویل چې آخوندزاده به د روسیې او بیله روس له چارواکو سره د افغانستان د ترانزیت د پراختیا په اړه خبرې وکړې.

هغه همدارنګه د افغانستان لپاره د ازبکستان د ولسمشر له ځانګړي استازي سره هم کتلي او د لویو لارو له لارې یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ټرانزیت د زیاتوالي په اړه ورسره خبرې کړې دي.

په دې اړه چې ایا ازبکستان ته د ښاغلي اخوندزاده په دې سفرکې کومې مشخصې موافقې هم شوي کنه، تراوسه څه نه دي ویل شوي.

کابل ته د قزاقستان د مرستیال صدراعظم سفر؛ ملا برادر ورسره لیدلي او پر ګڼو موضوعاتو غږیدلی

ملا برادر او د قزاقستان مرستیال صدراعظم
ملا برادر او د قزاقستان مرستیال صدراعظم

د قزاقستان د صدراعظم مرستیال سریک ژومانګارین او د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د رېل پټلۍ د جوړولو په اړه خبرې وکړې.

د ملا برادر دفترپرون چهارشنبې په خپله ایکس پاڼه یا پخواني ټویټر کې لیکلي چې ښاغلي ژومانګارین چې چهارشنبې کابل ته رسېدلی، له چارواکو سره په لیدنو کتنو کې یې ویلي چې قزاقستان چمتو دی چې د صنعت، لوړو زده کړو، معارف، روغتیا، بانکدارۍ او حکومتولۍ په چارو کې د الکترونیکي سیسټم په برخه کې همکاري وکړي.

په دوام کې دغه راز ویل شوي چې په دغه کتنه کې د مختلفو سیاسي، اقتصادي، تجارتي، ترانزیتي او له قزاقستانه د ترکمنستان او افغانستان له لارې پاکستان ته د اوسپنې پټلۍ د جوړولو پر مسلې هم خبرې وشوې.

په همدې ترڅ کې ټاکل شوې چې د افغانستان او قزاقستان د تولیداتو او محصولاتو یو ګډ دوه ورځنۍ نندارتون نن په کابل کې پرانیستل شي.

که څه هم قزاقستان لکه د نورې نړۍ په څیر د طالبانوحکومت په رسمیت نه دی پېژندلی خو ورسره یې اړیکې ټینګې کړې دي.

د امریکا شارژدافېره:افغان ښځو ته د اساسي حقونو د ستنولو لپاره متعهد یوو

د افغانستان لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو شارژدافېره کرین ډیکر
د افغانستان لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو شارژدافېره کرین ډیکر

د افغانستان لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو شارژدافېره کرین ډیکر وايي، افغان ښځو ته د هغوی د اساسي حقونو د ستنولو لپاره متعهده ده.

هغې نن په خپله ایکس شبکه کې لیکلي چې «جنسي تاوتریخوالی، تل یوه ناوړه کړنه ده.»

مېرمن ډیکر د ډینم ورځې یا د جنسيت پر اساس د تاوتریخوالي په وړاندې د پیوستون په مناسبت لیکلي: «زه د جندر(جنسیت) پر بنسټ د تاوتریخوالي له قربانیانو سره په پیوستون کې ولاړه یم او ژمنه کوم چې په افغانستان کې د جنسي تاوتریخوالې د ټولو ډولونو د له منځه وړلو او افغان ښځو ته د هغوی د اساسي بشري حقونو د بېرته راګرځولو لپاره د زده کړو او پوهاوي لوړولو لپاره خپل ټول ځواک کاروم.»

په وروستیو کې د ملګرو ملتونو د ځینو غړو هېوادونو په ګډون ګڼو بنسټونو او سازمانونو پر ښځو او نجونو د طالبانو فشارونه له جنسیتي اپارتاید سره تشبېه کړي دي.

د اپرېل له ۲۴مې په نړۍ کې د جنسي تېري په اړه د پوهاوي میاشت پیلېږي.

له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ایستو لړۍ روانه ده

ارشیف
ارشیف

سره له دې چې د بشري حقونو یو شمېر نړیوالو ادارو له پاکستانه غوښتي دي چې افغان کډوال دې له خپله خاورې په زوره نه باسي، دا لړۍ روانه ده.

د رسمي احصاییو له مخې چې پرون خپره شوه اووه زره یو څلویښت افغانان له پاکستانه افغانستان ته د اپریل له دیارلسمې تر دوه ویشتمې راغلي دي.

د پاکستان حکومت پروسږکال په نومبر کې له خپلې خاورې د افغان کډوالو د ایستلو لومړی پړاو پيل کړ چې تر اوسه نژدې پنځه لکه درې څلویښت زره افغانان یې له خپلې خاورې ایستلي دي.

کندهار؛ د یوې زړې مرمۍ د چاودنې له امله د ۳ ماشومانو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی

د افغانستان په نقشه کې کندهار ولایت
د افغانستان په نقشه کې کندهار ولایت

په کندهار کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي په معروف ولسوالۍ کې د یوې زړې مرمۍ د چاودنې په پېښه کې د درېیو ماشومانو د مړینې خبر ورکوي.

د کندهار د پېښو پر وړاندې د چمتووالي او مبارزې ریاست پرون په یوه بیان کې وویل چې دا پېښه د معروف ولسوالۍ په اوومه ناحیه کې هغه مهال وشوه چې یوه پخوانۍ مرمۍ په غره کې پر پنځو ماشومانو وچاودېده.

د بیان له مخې په دې پېښه کې دوه نور ماشومان ټپیان شوي دي.

پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د طالبانو د دولت وزارت د وري په ۱۵مه وویل، په تېرو درېیو میاشتو کې په افغانستان کې د ناچاودو مهماتو د چاودېدو له امله ۳۷ کسان مړه او ۷۱ نور ټپیان شوي دي.

طالب وزیر: د مس عینک کان تاریخي اثار دې خوندي وساتل شي

د مس عینک کان - ارشیف
د مس عینک کان - ارشیف

د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزیر وايي، د عینک د مسو د استخراج د پروژې په عملي کېدو سره باید د کان په سیمه کې د لرغونو اثارو ساتنه وشي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس د سه شنبې په ورځ (اپریل۲۳) د ایکس شبکې (پخواني ټویټر) له لارې لیکلي چې د دغه وزارت سرپرست مولوي خیرالله خیرخواه پرون د مس عینک د کان د قراردادي چینایي شرکت له مشر سونګ وینبینګ سره لیدلي دي. د بیان په اساس خیرخواه د کېندنو پر مهال د لرغونو اثارو په خوندیتوب ټینګار کړی دی.

سونګ وين بينګ راز ډاډ ورکړی چې دوی هڅه کوي د مس عينک پروژه په داسې ډول پلې کړي چې کلتوري اثار زيانمن نه شي.

د عینک د مسو کان د استخراج پروژه د جمهوري نظام پر مهال یوې چینايي کمپنۍ ته ورکړل شوې وې، خو د کان په سیمه کې د لرغونو اثارو راوتلو له امله یې کېندنې وځنډېدې.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG