د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۷

پاکستان د سولې په برخه کې عملا کوم پروګرامونه په پام کې لري؟


په کابل کې د پاکستان سفیر وایي، هېواد یې چمتو دی هرڅه یې چې په وس کې وي د افغان سولې د خبرو لپاره ترسره کړي.

ابرارحسین له ازادۍ راډیو سره په ځانګړې مرکه کې وویل دوی هیله من دي چې په دې برخه کې د ملي وحدت د حکومت وروستۍ هڅې کامیابه شي.

اسدالله لودین له ښاغلی حسین سره مرکه کړې او تر ډېره یې د افغان سولې له پروسې سره د پاکستان د عملي همکاریو پر سر خبرې کړي.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:34 0:00
مستقیم لېنک

پوښتنه:

افغان حکومت د سولې په برخه کې د پرمختګونو یادونه کوي، پاکستان په دې برخه کې عملا کوم پروګرامونه په پام کې لري؟

ځواب:

زه یوځل بیا وایم چې پاکستان چمتودی هغه څه یې چې په وس کې وي په دې برخه کې ترسره کړي. خو په یقین له افغان چارواکو سره لومړنۍ خبرې روانې دي او خپله افغانان یې رهبري کوي. ښه الحمدالله د ملي وحدت حکومت په دې برخه کې په ټول صداقت او جدیت سره هڅه کوي او موږډېرهیله من یو چې دا پروسه کامیابه شي.

پوښتنه:

ښاغلی حسین د رپوټونو له مخې د تروریستانو پټنځایونه اوس هم په پاکستان کې موجود دي او که چېرته هغوی له افغان حکومت سره د خبرو لپاره اماده نه شي په وړاندې به یې ستاسو اقدام څه وي؟

ځواب:

لکه څنګه چې مې مخکې وویل، موږ اسانتیاوې رامنځته کوو که چېرته کوم بل څوک هم اسانتیاوې رامنځته کوي ښه خبره ده.

خو هغه څه چې موږ یې کولای شو هغه دا ده چې په دې مساله کې شاته نه ځو.

نو هغه څه چې ممکن دي په یقین سره چې ترسره کوو یې.

د دې لپاره چې افغانان زموږ وروڼه دي او افغانستان زموږ له هدفونو څخه دی که چېرته سوله په افغانستان کې تامین نه شي په پاکستان کې به هم سوله نه وي نو موږه په افغانستان کې د سولې او ثبات غوښتونکې یو.

د دې سولې د راوستلو دنده د افغان حکومت په غاړه ده او موږ ترې ملاتړ کوو.

پوښتنه:

یوه ډېره موده کېږي چې د طالبانو رهبرملامحمد عمرنادرکه دی رپوټونه داسې ښيي چې دی د پاکستان د پوځیانو په بند کې دی ایا دا مساله رښتیا ده؟

ځواب:

زه فکرکوم په داسې حال کې چې ټولې هڅې د سولې او ثبات لپاره کېږي باید ورته پوښتنه مطرح ونه کړو او دا ډول پوښتنه ستونزه رامنځته کوي او د سولې خبرې زیانمنوي.

نو داسې خبرې دي نه یواځې چې د ډپلوماتیکو لارو، افغان او پاکستان حکومتونو او رسنیوله خوا هم مطرح نه شي څو د سولې پروسه زیانمنه نه کړي.

پوښتنه:

پاکستان د طالبانو پرضد عملیات پيل کړي دي داسې شواهد موجود دي چې په دې عملیاتوکې د حقاني شبکه نه په نښه کېږي دا مساله څنګه ده؟

ځواب:

دا عملیات سراسري دي. هرڅوک چې وسله ولري او په سیمه کې وي هدف ګرځول کېږي.

دا خبره ناسمه ده چې پاکستان ګواکې په دې عملیاتو کې کوم فرق قایله دی.

XS
SM
MD
LG