د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۵

لا هم په افغانستان کې د "بچه بازۍ" لپاره سزا نه ده ټاکل شوې


په داسې حال کې چې د افغانستان پرقوانینیو انتقاد کېږي چې د بچه بازۍ د عمل لپاره په کې سزا نه ده ټاکل شوې، خو د بشري حقونو خپلواک کمیسیون وایي چې حکومت دې په جزايي قانون کې د دې پدیدې په وړاندې د سزا حکم تصریح کړي.

د دغه کمیسیون ساحوي مسوول شمس الله احمدزی وايي چې دغه عمل ورځ تربلې په هېواد کې مخ په زیاتیدو دی.

خو د عدلیې وزارت وايي، د قضايي ارګانونو د ستونزو د زیاتیدو په صورت کې به دوی د بچه بازۍ د عمل لپاره د جزا په قانون کې د سزا پرمسالې غور وکړي.

په داسې حال کې چې په هېواد کې د بچه بازۍ د عمل د زیاتیدو په اړه اندیښنې زیاتې شوي د بشري حقونوخپلواک کمیسیون وايي چې باید په جزايي قانون کې د دغه عمل په وړاندې هم یوه سزا په پام کې ونیولي شي.

د بشرد حقوقود خپلواک کمسیون ساحوي مشرشمس الله احمدزي د پنجشنبې په ورځ له ازادۍ راډیوسره په مرکه کې وویل چې دغه عمل ماشومان له بشري حقونو بې برخې او هغوي له ټولنې څخه منزوي کوي:

″د قانون خلا همدلته ده چې د قانون له خلا نه یو تعداد مغرضه انسانان استفاده کوي او دوی ماشومان ساتي.

تاسوته بهتره معلومه ده هغه کسان چې یوماشوم د هلک په نامه ساتي او هغه ګډوي، هغه د اساسي حقونو نه لکه تعلیم محروموي.″

په دې وروستیوکې په ټولنیزو شبکوکې داسې فلمونه هم خپاره شوي چې ښيي یوشمېرواړه ماشومان په تیره هلکان د ښځو په بڼه سینګار او ګډول کېږي.

ویل شوي چې د دې ناوړه عمل ډيري قربانیان واړه او بې وزلي ماشومان دي.

د بچه بازۍ پدیدې د زیاتیدوراپورونود بشري حقونو د سازمانونو، ولسي جرګې او خلکو اندیښنې راپارولي دي.

د ولسي جرګې د مرکزي تفتیش او پرقانون د نظارت کمیسیون انتقاد کوي چې جزايي قانون څو کلن زوړقانون دی چې د بچه بازۍ عمل ته په کې د سزا کوم حکم نشته.

خو د عدلیې وزارت مسوولین وايي، په هغه صورت کې چې قضايي ادارې له کومې ستونزې سره مخ شي نو دوی به هڅه وکړي چې د جزا د قانون د جزايي کوډ په جوړیدو کې دغه مساله په پام کې ونيسي.

د عدلیې وزارت مرستیال یوسف حلیم ازادۍ راډيوته وویل چې د جزا د قانون په یوې ماده کې د فسق او فجورپه نامه یوحکم شته چې درې کاله حبس لري خو د بچه بازۍ په نامه کومه اصطلاح په دغه قانون کې نشته.

ښاغلی حلیم وايي چې که ستونزې جدي وي نو دوی به پردې مسالې غور وکړي:

″فعلآ موږ د جزا په نوي قانون کارکوو د افغانستان لپاره یو جزايي کوډ جوړوو، که چېرته دا موضوع ډیره جدي وي او زموږ د محاکمو له خوا نه زموږ عدلیي او قضايي ارګانونه له مشکل سره مخ وي کېدای شي دې باندې غور وشي.″

که څه هم چې د بشري حقونو خپلواک کمیسیون د قانون نه عملي کېدل، نا امني او وزګارتیا د بچه بازۍ د عمل د زیاتیدو لامل ګڼي خو خلک په دې باور دي چې حکومت باید د بچه بازۍ او پر وړو نجونو او هلکانو د جنسي تیریو د ترسره کوونکو لپاره هغه سزا وټاکي کومه چې اسلامي شریعت او حنفي فقې دوی ته په نظرکې نیولې ده،ترڅوپه ټولنه کې د غیرانساني کړنو او فساد مخه ونیول شي.

راپور: حمیده هارون عثمان

XS
SM
MD
LG