د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۹

د پاکستان له کشمیره به ۱۱زره غیرقانوني افغان کډوال وایستل شي


د پاکستان ترکنټرول لاندې کشمیرپه پام کې لري شاوخوا یوولس زره غیرقانوني افغان کډوال وباسي.

وروسته له هغه چې تیرډسمبرپه پیښورښارکې پر یوه ښوونځي خونړۍ برید وشو، په پاکستان کې د تروریزم ضد ملي پلان اعلان شو چې د پولیسو په خبره د دغو افغان کډوالو ایستل هم د هم دې پلان یوه برخه ده.

دا مهال شاوخوا درې میلیونه افغان کډوال په پاکستان کې ژوند کوي.

دغه اټکل شوي درې میلیونه افغان کډوال چې ډیری یې په خپل هېواد کې د ۱۹۸۰ او ۱۹۹۰ لسیزو جګړو له کبله تښتیدلي او تر اوسه یا په رسمي او یا غیر رسمي ډول په پاکستان کې ژوند کوي، خو په پاکستان کې دننه د شک په سترګه ورته کتل کېږي او له وسله والو ډلو سره په تړاو تورن کېږي.

د تروریزم پرضد د ملي پلان له مخې به شاوخوا یوولس زره افغان کډوال له ازاد کشمیره وایستل شي.

د پاکستان تر ولکې لاندې کشمېریوه لوړ پوړي پولیس افسرفهیم عباسي دا خبره د کشمیرپه پلازمینه مظفراباد کې خبریالانوته وکړه.

دغه ملي پلان وروسته له هغه اعلان شو چې د تیرمیلادي کال په ډسمبرکې په پیښورکې پر یوه ښوونځي په خونړي برید کې ۱۵۴ تنه ووژل شوه او ډیری یې د ښوونځي ماشومان وه.

پاکستان دغه راز د تروریزم په تړاو د تورنو بندیانو لپاره د اعدام پر سزا شپږکلن بندیزلېرې کړ.

تراوسه پر دې ښوونځي د برید په تړاو په پیښورښارکې دولس مشکوک کسان نیول شوي چې ډیری یې د پوځ په خبره پاکستانیان دي.

خو له دې برید سره د افغان کډوالو په وړاندې تعصبونه لاډیر شوه.

د کډوالو د عالي کمشنرۍ د شمېروله مخې له جنورۍ څخه د فبرورۍ ترلومړۍ اونۍ پورې څه باندې دیرش زره افغانان له پاکستانه وتلي دي.

پاکستان په پام کې لري په راتلونکو څلورو میاشتو کې څوارلس لکه هغه افغانان راجسترکړي چې اوس مهال په پاکستان کې په غیرقانوني ډول ژوند کوي او په نهایت کې غواړي دغه کسان په تدریج له هغه هېواده وباسي.

فهیم عباسي وایي، د کورنیو چارو وزارت په پام کې لري د اورپکو هغه ۶۴ ډلې ممنوع کړي چې د پاکستان په نورو سیمو کې هم بندیز پرې لګیدلی دی او هم به د تروریزم ضد یو نوی ځواک جوړکړي چې ۵۰۰ تنه پرسونل به یې ولري.

پاکستان پر لسګونو یاغي ډلو یوازې په لیکلي بڼه بندیز لګولی، خو ډیری یې په تیره بیا د هند پرضد او فرقه یې ډلې لا هم په نسبي ډول له مجازاتو څخه په خوندیتوب سره خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي.

XS
SM
MD
LG